تازه خبرونه

د پکتیا په وزې ځدرآڼ ولسوالي کې د وارداتي برښنا سبسټیشن جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: )

د پکتیا په وزې ځدرآڼ ولسوالي کې د دېرش  میلیون ډالرو پر ارزښت د وارداتي برښنا سبسټیشن جوړ شو، چې د مسوولینو په خبره څلور ولسوالیو ته به برښنا ورکړي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی ويلي، د وارداتي برښنا د وېش په لړ کې يې د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسولي کې د دېرش میلیون ډالرو پر لګښت د برښنا سبسټیشن چارې بشپړې شوې، چې له دې سره به له یاد سبسټیشن حخه د وزې ځدراڼ، شواک، ګردې څېړۍ او د خوست دوه مندو ولسوالۍ سیدخېلو سیمې پېنځلس زره کورنیو ته برښنا ورکړ شي.

د پکتیا د اوبو او برښنا مشر انجینر نصرت مدت زي ویلي؛ په وزې ځدراڼ ولسوالیو کې د برښنا د ستنو نسبولو او مزي غزولو چارې په چټکۍ روانې دي او یوازې څو سلنه کارونه يې پاتې دي، چې په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې به لومړی د دې ولسوالۍ کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

د وزې ځدراڼ ولسوالي اوسیدونکي برښنا ته خوښ دي او له ولایتي ادارې غواړي، چې په دې ولسوالیو کې دې پوهنې، روغتیا او بیارغونې برخو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د پکتیا په مرکز ګردیز کې خلک بیا پر برښنا ریاست نیوکه کوي، چې د وارداتي برښنا د وېش چارې سستې روانې دي او له ټاکلي وخت سره ، سره یې د مرکز اړوند کلیو ته برښنا نده رسولې، چې مسوولینو یې وړاندې د وسایلو د کمښت ستونزه یادوله.

 خبریال:  فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version