تازه خبرونه
د ولسمشرۍ د لوړې مراسم نیمه ورځ وځنډول شول

د ولسمشرۍ د لوړې مراسم، چې ټاکل شوې وه نن سهار اته بجې د کب ۱۹ د اشرف غني لخوا په ارګ کې او د عبدالله عبدالله لخوا په سپیدار ماڼۍ کې تر سره شوي وای؛ له ځنډ سره مخ شوي دي.
د آریانا نیوز د خبریالانو د څرګندونو له مخې؛ په ارګ او سپیدار ماڼيو کې چمتووالی نیول شوی؛ وګورو، چې د ورځې په اوږدو کې به تر سره شي او که نه!
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په ډاګه کړې، چې د غوره شوي ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم به نن د کب پر ۱۹ له غرمې وروسته تر سره شي.
ولسمشرۍ دا هم ویلي، چې دې مراسمو ته ۴۰۰۰ استازي راغوښتل شوي دي. ملي تلویزیون خپلې پروګرامونه اشرف غني ته ځانګړي کړي دي.
همدارنګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم هم ځنډیدلي دي.
د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم آریانا نیوز خبریال ته ویلي، چې د بهرنیو هېوادونو د دیپلوماتانو هڅې روانې دي، چې د غني او عبدالله تر منځ رامنځته شوی اختلاف حل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د دواړو خواوو اختلاف ته د حل لار ونه موندل شي، د داکتر عبدالله د لوړې مراسم به ژر تر سره شي.
ویل کیږي، چې د زلمي خلیلزاد او نورو لوړپوړیو امریکايي او غربي دیپلوماتانو هڅې روانې دي، چې د موازي حکومت د اعلان مخنیوی وشي او له همدې کبله د لوړې مراسم ځنډیدلي دي.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ ناندرې هغه مهال نورې هم پراخې شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اشرف غني ګټونکی اعلان کړ.
ټاکل شوې، چې سبا ته خپلمنځي خبرې پیل شي. په داسې حال کې، چې عبدالله عبدالله د ټولشموله حکومت د اعلام ګواښ کړی؛ خو په ډېر شمېر هېوادونه د رامنځته شوي بحران حل غواړي.