تازه خبرونه
د پکتیکا په برمل ولسوالې کې ښوونځي نشته؛ زدکوونکي د پولې هغې خوا زدکړې کوي
دوی زیاتوي، چې له تېرو اتلس کلونو راپدیخوا حکومت په دې ولسوالۍ کې پوهنې ته پاملرنه نده کړې.
مبارز افغان، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی وايي؛ دوې د تعلیم لپاره هیڅ راز آسانتیاوې نلري او هلته یوازې درې ښوونځي شته، چې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي او اوس هغه هم بیارغونې ته اړتیا لري.
له بلې خوا د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي؛ سږکال یې په برمل ولسوالۍ کې څلور ښوونځي، چې دمخه تړلي وه، د زدکوونکیو پرمخ خلاص کړي او په راتلونکي کال کې به د زدکوونکیو لپاره اوس ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
د سیمې مشران وايي، که حکومت ورته په دې ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي زدکوونکي به یې دې ته اړ نه وي، چې له کرښې هغې غاړې ته د زدکړو زیار وګالي.
د پکتیکا د پوهنې ریاست هم په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني؛ خو وايي، چې سږکال یې د برمل ولسوالۍ په ګډون په ډېرو سیمو کې تړلې ښوونځي خلاص او جوړ کړي دي.
محراب الدین شفق د پکتیکا د پوهنې مشر ويلي، چې له ټولو اته ښوونځیو څځه يي سږکال ۴ ښوونخي بیا پرانیستي دي.
دې زیاتوي، چې یاده ولسوالي یوه سرحدي سیمه ده، چې وګړي یی د ورځنيو دندو لپاره د پولې هغې خوا ته تګ راتګ کوي.