بلخ @ps

د کندوز په ارچي کې طالبانو امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري ویلي؛ طالبانو د سې شنبې پر شپه/ د سلواغې ۸ د ارچي ولسوالۍ پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې په کې ۱۲ سرتېري او یو پولیس وژل شوي؛ ۸ سرتېري، ۴ پولیس ټپیان دي او ۳ نور سرتېري تریتم شوي دي.

د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو پر ۳ پوستو د وسلوالو د برید د قربانیانو یو شمېر جسدونه د تخار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

هغه سرتېري، چې په دې پېښه کې ټپيان شوي وايي، برید د شپې پر ۱۲ بجو پیل شو او ترسهاره یې دوام وکړ.

د سرتېر د څرګندونو له مخې؛ طالبانو پر یوه وخت پر درې واړو پوستو برید کړی دی.

 سیمه ییز مسوولین دا پېښه تائیدوي؛ خو د مرګ و ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه ورکوي.

طالبانو په ډاګه کړې، چې د دې ولسوالۍ د کلوپ په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه قرارګاه یې نیولې، چې په کې ۳۵ سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

دوی زیاته کړې، چې د ارچي ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له قرارګاه څخه یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم تر لاسه شوي او د هاموی ۴ موتر او یو شمېر پوځي تجهیزات له منځه وړل شوي دي.  

دشت ارچي په کندوز کې نا امنه ولسوالي ده، چې په روان کال کې څو ځلې د حکومت او طالبانو له خوا لاس په لاس شوه او له څو میاشتو را پدیخوا یې یوازې مرکز له حکومت سره دی.

Trending

Exit mobile version