تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ممکن سبا اعلان شي

داسې ښکاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غواړي په ډېرو سختو شرایطو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرلو لړۍ پاي ته رسیدلې؛ خو د اووه ولایتونو د رایو بیا شمېرنه د ځینو ټاکنیزو ډلو په ځانکړي توګه ثبات او همپالنې ډلې د مخالفت له کبله پاتې شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی اورنګزیب ویلي، چې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۹) دوه پاتې پرېکړو له بشپړیدو سره به د قانون له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ۱۲ ساعتونو کې اعلان شي.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې خبرداری ورکړی، چې که د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي؛ دا ډله به د اعتراضونو دوه یم پړاو پیل کړي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي کمیسېون نباید د ټاکنو پایلي وځنډوي او باید ژر تر ژره اعلان شي.
کارپوهان وایي، د نوماندانو د نظر په پام کې نه نیولو سره د کمیسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان کولی شي ټاکنې له ستونزو سره مخ کړې.