Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرګې ټاکنې تر ټولو بدې او بدنامه وې- څارونکي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې څارونکې ډلې وایي؛ د ولسي جرګې ټاکنې تر ټولو بدې او بدنامه وې؛ ځکه، چې د پایلو په اعلام کې ځنډ د پټو معاملو او فساد پایله ده.

که څه هم مخکې له دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره اوونۍ ویلي وه، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلامیږي؛ خو اوس هم دا کار ندی شوی.

د ټاکنو څارونکې ډلې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي وایي؛ د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو په اعلام کې ځنډ له دې کبله دی، چې فساد شتون لري او د پردې تر شا معاملې شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس نجیب الله احمدزی وایي؛ د کابل او څو نورو ولایتونو د ټاکنو په بهیر کې ډېرې درغلۍ شوې، چې اسناد او شواهد یې له کشفي، امنیتي او رسنیزو ادارو سره شته. دا ټاکنې ډېرې بدې ټاکنې وې.           

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو په مشرتابه کې هم د بدلون غوښتنه کوي.

د ټاکنو د څار بنسټ پروګرامونو مسوول حبیب الله شینواری وایي؛ کیدی شي په ټاکنو کې معاملې او سیاسي کړنې له حکومت سره تړاو ولري، چې کوم خلک وکیلان شي او دا یې د مالي فساد بل ګام دی.              

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د لوګر، بادغیس، غور او د هندوانو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوي او تر دوه اوونیو به د کابل او څو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلام شي. دا کمیسیون وایي، په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي، په ټاکنیزو پایلو کې هر راز بدلون شونی دی؛ ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي فلسفه دا ده، چې شکایتونه باید داسې وڅېړل شي، چې له لاسرسي سره مل شي.             

د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو کې له ځنډ وروسته باور دا دی، چې فساد کیږي او پیسې لاس په لاس کیږي.

خبریاله: افسون محمدي

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!