Connect with us

تازه خبرونه

د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس په فوتبال ډګر کې له کارکولو بې برخې شو

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۸)

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه فوتبالستانو د جنسي ځورونې پر تور د نړۍ د فوتبال فدراسیون د اخلاقي جرګه ګۍ ( فیفا) لخوا د تل لپاره په دغو لوبو کې له کارکولو بې برخې شو.

د فیفا د څېړنو له مخې؛ د لږ ترلږه پېنځه ښځینه وو د شکایتونو پر بنسټ کرام الدین کرام په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو کې پر څو جنسي ګټې اخیستنې تورن پېژندل شوی دی.

دغه راز نوموړي د یادې  جرګه ګۍ لخوا یو میلیون سیویسي فرانکه هم جریمه شوی دی.

تازه خبرونه

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

په دې تیلیفوني خبرو اترو کې ولسمشر اشرف غني د اوربند پر ټينګښت ځانګړی ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، مونږ په افغانستان کې د اوربند له ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د ولسمشر اشرف غني له بلنې په مننه يې زياته کړې، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان جیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې پاکستان به له هغو پرېکړو ملاتړ وکړي، چې د افغانستان خلک به د خپل راتلونکي په اړه پرې ټینګار کوي.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان او افغانستان  پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او وایي، چې مونږ د دې هېواد سوله ، ثبات او د خلکو سوکالي غواړو.

دغې سرچینې څرګنده کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

طالبان به له سیاسي هوکړې مخکې اوربند ونه مني- خلیلزاد

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي؛  فکر نکوي، چې طالبان به له سیاسي هوکړې مخکې اوربند وکړي.

زلمي خلیل زاد تېره شپه پی بی ایس نیوز ته ویلي:  فکر کوم، چې تاسې برحقه یاست؛ تر هغې، چې سیاسي هوکړه ونشي طالبان به دایمي او هر اړخیز اوربند ونه مني.

خلیلزاد ویلي: مونږ ژمن یو، چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره له دواړو خواوو سره کار وکړو. مونږ به په راتلونکیو څو میاشتو کې د خپلو ځواکونو ۴ یا ۵ زره ته له رسولو وروسته ارزونه وکړو، چې طالبان د خپلو ژمنو د پلي کولو تر کوم ځایه رسیدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا ردوي، چې مستقیما د افغانستان د سولې په خبرو کې دخیل ندی؛ خو ټینګار کوي، چې واشنګتن د داسې یوې هوکړې ملاتړ کوي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړی وایي: مونږ د دې خبرو د بریالیتوب لپاره هیڅ وخت ندی ټاکلی، مونږ په مستقیم ډول په مذاکراتو کې دخیل نه یو، دا د افغانانو تر منځ خبرې دي. دوی ونه غوښتل، چې بهرنیان په کې د آسانتیاوو د برابروونکيو او منځګړيو په توګه برخه ولري.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ملګرو ملتونو پېنځه اویایمې اسامبلې ته ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مسوولیت په پوره ډول سر ته رسولی دی.

نوموړي ویلي: پاکستان … ډېر خوښ دی، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د خپل مسوولیت یوه برخه تر سره کړې ده. افغان مشران باید سولې ته د رسېدو او پخلاینې ته د لاسرسي لپاره  له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي.

ټاکل شوې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا لپاره پاکستان ته په نږدې راتلوونکیو ورځو کې سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او آسترالیا د کرکت لوبډلو تست لوبه وځنډیدله

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان او آسترالیا د کرکت لوبډلو ترمنځ تست لوبه د کرونا ویروس د خپریدو له کبله ځنډیدل شوې ده.

د آسترالیا کرکت بورد (ای سي بي) د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دې هېواد او نیوزیلیند ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ تر ۲۰۲۱ پورې ځنډول شوې ده.

له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه، چې د افغانستان پروړاندې تست لوبه د نومبر په وروستیو کې په پرت لوبغالي کې ترسره شوې وای.

د آسترلیا کرکت د جمعې په ورځ ومنله، چې د کرونا ویروس د خوریدا په بهیر کې د نړیوالو سیالیو مهالوېش پېچلتیا لري، چې له کبله یې تر راتلونکي اوړي د سیالیو د ځنډولو پرېکړه شوې ده.

د آسترلیا کرکت اجرائیه مدیر نیک هاکلي ویلي؛ مونږ له خپلو ښو ملګرو د افغانستان او نیوزیلینډ کرکت  بورډونو سره لوبو ته لیواله یو. هیله من یو، چې له کرونا راپورته شوي محدودیتونه راکم شي.

هاکلي ویلي، مونږ ټولو د زړه له کومي هڅې وکړې، چې سیالۍ په سږني اوړي کې تر سره کړو؛ خو په نړیوالو سفرونو بندیزونو او د قرانطین محدودیتونو داسې ننګونې رامنخته کړې، چې ټول قانع او سیالۍ بله نېټه ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending