تازه خبرونه
د ټاکنو وروستۍ پایلې به د روانې اوونۍ تر پایه په ډاګه شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړي ټینګار کړی، چې سیاسي مسایل به د ټاکنو پر فني او حقوقي برخو اغېز ونلري او د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې به د روانې اوونۍ تر پایه په ډاګه شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړو د پلي کیدو وروستي پړاو ته رسیدلی او د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په تړاو یې ځانګړې پلټنه پای ته رسولې او د ۹ ولایتونو د رایو بیا شمېرلو فني راپور به د دې کمیسیون رهبري ته وړاندې شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ ویلي: له هغه وروسته، چې په ۹ ولایتونو کې د ۲۹۸ محلونو د رایو بیا شمېرنې پایله مرکزي دفتر ته راورسیده؛ په مرکزي سیستم کې به یې تطبیق پیل شي.
نوموړي زیاه کړې: کله ، چې تطبیقات پای ته ورسیدل؛ د قانون له مخې اړ یو، چې د کمیسیون مشرتابه پلاوي ته ګزارش وسپارو، چې وروستۍ پرېکړه هم ورسره تړاو لري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د فني راپور له څېړنې وروسته ټینګار کړی، چې تر راتلونکیو دری يا څلورو ورځو به د ولسمشریزو ټاکنو پایله په ډاګه شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حنیف دانشیار وایي: سیاسي موضوعات او مسایل په ټاکنیز کار کې بې اغېزې دي؛ ځکه ټاکنې حقوقي او تخنیکي اړخ لري او مونږ په دې اړه د مسوولیت لرونکي یو.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني ټاکنډله خبرداری ورکوي او وایي، چې تقلبي رایي مشروعیت نلري او دوی ته د منلو وړ هم ندي.
اجرائیه مشر عبدالله عبدالله څرګنده کړې، چې مونږ ته به یوازې د ټاکنو مشروع پایله د منلو وي او هغه پایله، چې په کې مشروعیت او رڼښت نه وي؛ مونږ ته د منلو نده.
د بیاشمېرنې په تېرو دوه ورځو کې ۲۹۸ د رایو محلونه او ۱۰۲ زره له وخت مخکې رایې او ۱۳۷ زره شکمنې رایې د ثبات او همپالنې او نورو ناظرانو په شتون کې تر ځانګړې پلټنې لاندې نیول شوي دي.
تازه خبرونه
په هرات کې د طالبانو موټربم برید ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د هرات اوسیدونکیو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې طالبانو د پاڅونوالو پر پوسته موټر بم برید کړی؛ د دغو ځواکونو دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه ولایت اوسیدونکیو زیاته کړې، چې دغه موټربم برید نږدې کورونو او دکانونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړې، چې تېره شپه لومړی یو موټر بم برید د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې او د پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه کړې وروسته د طالبانو او پولیسو او اړوند ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
د قتالي د څرګندونو له مخې؛ دغه موټر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ موخې ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له پېژندلو وروسته پر نښه شوی دی.
د هرات والي وايي: په دې نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغانستان هوایي ځواک هم له امنیتی ځواکونو ملاتړ ته پورته شول.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
طالبانو په دې وروستیو کې د هرات پر امنیتي پوستو خپل بریدونه ډېر کړي دي.
تازه خبرونه
د طالبانو په برید کې د بدخشان ولایت اته پولیس وژل شوي

د بدخشان سیمه ییزو چارواکي منلې، چې د دوشنبې پر شپه (د وري ۳۰) د طالبانو په ډله ییز برید کې اته پولیس وژل شوي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري ویلي، چې دغه پولیس د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره له نښتې وژل شوي دي.
د نظري د څرګندونو له مخي؛ طالبانو د پولیسو مرکز ته اور اچولی او ټولې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
د بدخشان پولیس پېښه تائیدوي؛ خو د تلفاتو په اړه جزئیات نلري.
طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.
طالبانو تر دې دمه د پسرلني عملیاتو اعلان ندی کړی؛ خو کارپوهانو ويلي، چې طالبانو له اعلان پرته عملیات پیل کړې دي.
په بغلان ولایت کې د دوشنبې پر ورځ طالبانو دوه پولیس وژلي وه او شپږ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د اردو یو افسر وژل شوی

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د اردو یو افسر پرون (سې شنبه د وري ۳۰) په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د کابل ښار د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه اردو افسر موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.
پولیسو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي او د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه ندی معلوم.
تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.
پدې وروستیو کې تاوتریخوالی په ځانګړي توګه هدفي وژنې یو ځل بیا ډیرې شوې دي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ډېرول شوني دي – امریکا
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
روسیې له ۱۰ امریکایي ډیپلوماټانو غوښتي، چې دغه هېواد پریږدي
-
کوید۱۹ 4 ورځې مخکې
هندوستان په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له ۲۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
افغان دولت د سقوط له خطر سره مخ ندی- اشرف غني
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
امریکا به په افغانستان کې د القاعدې له بیا راژوندي کیدو څارنه کوي – راپور
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
طالبان باید د ډیموکراټیکو لارو پر بنسټ بدلون وکړي – ایران
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په بلخ کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون ۹ وسلوال وژل شوي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
پاکستان دې له دوستۍ او دښمنۍ، یو غوره کړي ـ اشرف غني