تازه خبرونه
د محقق په کور کې عبدالله او حامد کرزي د سولې نوې طرحه وړاندې کړه

سیاسیون د سولې خبرو په تړاو طرحې او نظریې لري او هڅه کوي د سولې خبرو لپاره نوې طرحه جوړه کړي.
عبدالله عبدالله په دې ناسته کې ګواښ کړی، چې هیڅوک د خپلو شخصي ګټو لپاره نشي کولی د سولې خبرو اترو خنډ شي.
په دې ناسته کې سیاسي څېرو د تاوتریخوالي کمښت د سولې د خبرو اترو لپاره ښه غوراوی وباله.
د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني ویلي: هغه طرحه، چې د افغانستان سیاسیون یې غواړي جوړه کړي؛ دا به سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان د خلکو طرحه وي.
په دې ناسته کې، سیاسي مشرانو او د ګوندونو استازیو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید له ټولو فرصتونو ګټه واخیستل شي او تر یوې اوونۍ دې له طالبانو سره د خبرو طرحه نهایي شي.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وایي؛ د سولې لپاره د تاوتریخوالي د کمښت طرحه د سولې ټولو خبرو ته زمینه برابروي، چې څنګه د خلکو دې غوښتنې ته ورو ورو ورورسیږو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا هغه طرحه ده، چې طالبان او امرذیکایان پرې هوکړې ته رسیدلي دي.
د اجرائیه مشر دویم مرستیال او د دغې ناستې کوربه محمد محقق څرګنده کړې، چې که ولسمشر خبرې کوي او که د هغه ملګري؛ د دوی ټینګار دادی، چې یا به د سولې لپاره د دولت وزیر خبرې کوي او یا د اشرف غي ځانګړي کسان.
د افغانستان د متحد اسلامي حزب رییس وحید الله سباوون ویلي، چې دا طرحه به له ولسمشر غني سره هم شریکه شي.
ښکاري، چې دا ناسته د ولسمشر غني د مزاج خلاف روانه ده؛ ځکه سیاسیون وایي، حکومت باید د سولې خبرو اترو یوه برخه وي، نه اصلي او ټول لوري.
د ناستې ګډونوالو پرېکړه کړې، چې په نږدې ورځو کې به د دوی طرحه له بېلابېلو مشرانو، استازیو او ټولنو سره له مشورو وروسته وروستۍ او د تلپاتې سولې لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشرغني د سویس د داووس ښار په نړیواله اقتصادي ناسته کې ویلي وه، چې حامد کرزی او اجرائیه مشر د سولې لپاره هیڅ طرحه نلري او دا خبرې په کابل کې د سیاسیونو له توندو نیوکو سره مخ شوې.