تازه خبرونه

د ټاکنو په پایلو کې درغلي به مو سنګر ته بیا وروګرځوي- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: )

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي؛ که د ټاکنو پایله د تقلبي رایو له مخې ښکاره شي؛ نو له سنګره راغلي به بېرته سنګر ته ستانه شي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې پلویانو له خپل مشرحکمتیار حکمتیار څخه ملاتړ څرګند کړ. ښاغلي حکمتیار د خپلې ټاکنیزې ډلې غونډې ته په ډاګه کړې، چې رښتینو رایو ته باید درناوی وشي؛ پرته له دې به اړ شي، چې بیا د جګړو تودو سنګرونو ته ولاړ شي.

ښاغلی حکمتیار وایي، د رڼو ټاکنو پایله به ومني؛ خو ټینګار کوي، چې باید د درغلیو له لارې د ټاکنو د بدلولو مخه ونیول شي.

ښاغلي حکمتیار دا هم ویلي، چې ولسمشر غني په ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي امکاناتو پراخه ګټه پورته کړې.

د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر ولایتونو ته رشوت ورکوي او په ټاکنیزو هڅو کې له دولتي امکاناتو کار اخلي او ان په ارګ کې دننه خپلې ټاکنیزې هڅې تر سره کوي.

د ولسمشرۍ دا نوماند په را روانو ټاکنو کې ځان بریالی بولي او وایي، چې د ټاکنو پایلې منئ؛ خو د درغلۍ له لارې پایلې بدلولی نشئ. خلک مه اړ کوئ، چې په سوله ییزه توګه له سنګره راغلي، بېرته سنګر ته وروګرځي.

هغه وایي، چې مونږ ټاکنې ګټلي او دا همدا اوس اعلانوم. د خلکو ناستو او حضور ښیي، چې ګټونکی یم. حکومت او بهرنیو ځواکونو ته وایم، چې د خلکو پر رایو ټینګار وکړي؛ له درغلۍ دې ډډه وکړي او کاغذي اتلان دې نه جوړوي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ نوماندان د تلې پر شپږمه سیالي وکړي؛ خو اوس هم د بد امنیتي وضعیت او درغلیو اندېښنې پخپل ځای دي.

Trending

Exit mobile version