Connect with us

تازه خبرونه

د مسکو ناسته پر جنګ پانګونه ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا مرستیال ویلي، چې د مسکو د سولې ناسته پر جنګ د روسیې پانګونه ده او که بله ورته ناسته جوړیږي؛ نو د سولې عالي شورا ګډون په کې اړین ندی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت؛ د مسکو د سولې ناستې په تړاو د بحث کوربتوب تر سره کړی، چې په کې مسکو ته د سولې عالي شورا ورغلي پلاوی د روسیې له چلند ناخوښي ښودلې ده.

د سولې عالي شورا مرستیال وایي، مسکو د سولې له ناستې څخه د طالبانو له حضوره نامناسبه ګټه واخیسته او د غه راز به په بله مبهمه ناسته کې د سولې عالي شورا پلاوی ګډون ونکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالله سلیم وایي: د طالبانو د جګړې غزونې پر هغو غوښتنو سمه پانګونه وشوه، چې د دوی د خوب په کوټه کې یې راوځلولې.          

روسیه افغان دولت تورنوي، چې د مسکو د سولې ناستې په تړاو یې ناخپلواک چلند کړی؛ ځکه، چې روسیه تر خپلې ادارې لاندې د طالبانو د لاندې کولو کوم پروګرام نلري.

په کابل کې د روسیې د سفیر مرستیال البرت خوریوف وایي: د طالبانو ملاتړ نه کوو؛ نه مالي او نه تجهیزاتي. مونږ، چې کومې اړیکې ور سره لرو، یوازې د افغانانو تر منځ له سولې څخه د ګټې پورته کولو لپاره دي.

څېړونکي وايي، روسیه غواړي له طالبانو څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان په شمال کې د داعش پر وړاندې یو دفاعي دیوال جوړ کړي او له امریکا سره د افغانستان د سولې لپاره موازي هڅې پیل کړي، چې د نړیوالې مخامختیا تازه بېلګه ترې په ډاګه شي.

د سیاسي چارو څېړونکی خلیل رومان وایي: روسیه غواړي د افغانستان شمال د طالبانو په اړیکو کې له داعشیانو وژغوري؛ خو تېروتنه کوي او دا تېروتنه به یې روسیې او افغانستان ته نه جرانیدونکې وي.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر ویلي؛ هېواد یې له عربي متحده اماراتو، قطر او سعودي عربستان سره ګډې هڅې پیل کړي، چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅول شي.

د مسکو په ناسته کې د یوولس هېوادونو او طالب استازیو ګډون درلود؛ په ښکاره لیدل کیږي، چې د دې ناستې پایله د افغانستان د سولې عالي شورا ته د منلو نه وه، ځکه دا شورا د مسکو د سولې د ناستې ډېره ګټه د طالبانو د تلې په پله کې ویني او وایي، په دې ناسته کې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره کار ندی شوی.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!