تازه خبرونه
د کرونا ویروس په اړه لګښتونو خلکو ته ګنې پوښتنې رامنځته کړي

له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د نړیوالو او مرستندویه بنسټونو د مرستو د مصرف پر څرنګوالي خلکو ته ګڼې پوښتې را پیدا شوې دي.
خلک اندېښمن دي، چې ښايي مرسته شوې پیسې رنې نه لګیږي.
خلک د عامې روغتیا وزارت او له کورونا ویروس سره د مبارزې له ځانګړې کمیټې غواړي، چې مرسته شوې پیسې په اغېزمنه او شفافه توګه ولګوي او راپور یې له ملت سره شریک کړي.
د عامې روغتیا وزارت مسو،لینو په وار وار ویلي، چې تر اوسه یې د نړیوالو مرستندویانو ژمنه شوې پیسې ندي ترلاسه کړي؛ خو نړیوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره پرون خبر ورکړ، چې د اپریل پء دیارلسمه یې د افغان حکومت په حساب کې شل میلیون ډالر اچولي، چې له کورونا سره د مبارزې لپاره پرې آسانتیاوې برابرې کړي.
خلک له یوې خوا کورونا ویروس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او له بلې خوا د روژې مبارکې میاشتې ته د ګوتو پر شمېر ورځې پاتې دي؛ نو، ځکه پر حکومت او اړوند ادارو غږ کوي، چې مرسته شوې پيسې په پوره رڼښت او ګټوره توګه ولګوي.
نړیوال بانک د اپریل پر شلمه د یوې اعلامیې په خپرولو څرګنده کړې، چې په افغانستان د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د څه باندې سل میلیون ډالرو د مرستې له ژمنې یې شل میلیون ډالر د اپریل پر دیارلسمه د افغان حکومت په مالي حساب کې وراچولي دي.
د نړیوال بانک په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې پر دغو پيسو به افغان حکومت وکولی شي، په ټولو ولایتونو کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره لومړني ګامونه اوچت او آسانتیاوې برابرې کړي.
نړیوال بانک دا هم ویلي؛ د ملګرو ملتونو د وجهي صندق او د روغتیا له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې هڅه کوي، چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغان دولت سره تخنیکي او د اړتیا وړ وسایلو مرسته برابره کړي.