تازه خبرونه

د کرونا ویروس له کبله غوره لیګونه تر بل امره ځنډیدلي دي

Published

on

د بی بی سی د یو راپور له مخې، د مرګونی کروناویروس خپرېدو له کبله، د اتلانو لیګ او اروپا لیګ ټولې لوبې “تر راتلونکې امره” د یوفا سازمان لخوا وځنډول شوې.

د پریمیر لیګ لوبې لږترلږ د اپریل تر ۳۰ پورې ځنډول کیږي. د اتلانو لیګ، د اروپا لیګ او د ښځو اتلانو لیګ لوبې، چې د مئی په میاشت کې ترسره کیدلې، ټولې وځنډول شوې.

راپور په ډاګه کړې، چې د جون تر میاشتې د ملي ټیمونو ټولې لوبې وځنډول شوې.

د یوفا مشر الیسزانډر سیفرین تېره اوونۍ ویلي وه؛ ترهفې، چې پر تګ او راتګ او ټولنیزو اړیکو محدودیتونه پای ته رسیږي دا لوبې به ځنډدلې وي.

اوس مهال به په اروپا کې ډېری لوبډلې په هېواد کې دننه لوبې ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د لوبو فصل به له لاسه وتلی وي که لوبې د جون په پای کې پیل نشي.

اوس مهال درې لارې شته؛ هغه دا، چې د مئی په مینځ کې لوبې بیا پیل شي، د جون مینځ یا پای کې پیل شي، او یا د راتلونکي فصل په پیل کې د بیا پیل کولو احتمال شته دې.

له بلې خوا، د اتلانو لیګ او د اروپا لیګ د پرېکړې کولو لپاره به د وړوکو لوبو (میني ټورنمنټ) ترسره کولو امکان شتون ولري او د یوفا سازمان تمه لري، چې د کرونا ویرس بحران له کبله رامینځته شوي کمښت او لنډمهالي به له دې لارې تر یو حده پلي شي.

Trending

Exit mobile version