تازه خبرونه
د کرونا ویروس دوې نوې مثبتې پیښې هرات کې ثبت شوې
د دغو دوو پیښو له تائید سره، اوس مهال افغانستان کې د کرونا ویروس مجموغي شمیر ۲۴ ته ورسید (هرات ۱۵، سمنگان ۳، لوګر ۲, بادغیس، کاپیسا, بلخ او دایکندی هر یو یوه یوه مثبتې پیښې ثبت کړي).
تردې دمه د یاد ویروس ۳۹۰ شکمنې پیښې په لابراتوارونو کې آزمول شوي دي، چې له هغې جملې څخه ۲۴ نمونې مثبتې او ۳۶۶ نمونې منفی تثبیت شوي دي.
همداراز، دم ګړې د کووید-۱۹ په تداد ۳۰ شکمنې پیښې په لابراتوار کې تر آزموینې لاندې پرتې دي چې پایلې به یې ژر څرګندې شي.