Connect with us

تازه خبرونه

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې څلور غرنۍ وزې ښکارشوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو خلکو ویلي؛ د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې څلور لږ پیداکیدونکې غرنۍ وزې ښکاریانو ښکار کړې دي.

د پروان والي ویانده وحیده شهکار پېښه منلې او وایي، چې د دې ولایت د سالنګ ولسوالۍ په کوک لامي دره کې ښکاریانو څلور لږ پیداکیدونکې غزنۍ وزې ښکار کړې دي.

نوموړې زیاته کړې؛ د دې ولسوالۍ پولیس هڅه کوي، چې د دغو وزو ښکاریان پیدا او ونیسي.

د پروان ولایت د چاپېریال ساتنې مسوولین په دې اړه له څرګندولو ډډه کوي؛ خو وایي، چې تر دې دمه د یادې پېښې په اړه بشپړ معلومات نلري.

د سیمې خلک، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، چې دغه څلور غرنۍ وزې تېره ورځ د سالنګ ولسوالۍ د کوک لامي، آلوچه خم او تاج په اړوند سیمو کې ښکار شوې دي.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!