تازه خبرونه
د پاکستان استازي کابل ته په خپل سفر کې د ترهګرو په اړه خبرې کوي- زاخېلوال
د پاکستان څارګرې ادارېISI استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترهګرو خلاف د اسلام آباد د دریځ په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له آریانانیوز سره په خبرو کې ټینګار ګړی، چې د پاکستانيو چارواکو تر څنګ د آی ای آی استازي هم کابل ته راغلي او غواړي، چې د ترهګرو په ځانګړې توګه طالبانو په وړاندې د اسلام آباد د دریځ په اړه له افغان حکومت سره معلومات شریک کړي.
ښاغلی زاخېلوال وایي، افغانستان د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو خلاف د هغه هېواد د عملي اقدام په تمه دی او د پاکستان رښتیني اقدامات کولی شي د افغانستان امنیتي وضعیت ژر بدل کړي.
نوموړی زیاتوي، نورې غوره لارې هم شته؛ خو دیپلوماتیکې لارې تړلی نشو. خبرې باید څرګندې، ښکاره او له تېروتنو پاکې وي. که پاکستان د ترهګرو خلاف رښتینې مبارزه وکړي، د افغانستان وضعیت به ژر بدلون وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر ټینګار کوي، چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د پاکستان د منزوي کولو په هڅه کې نه دی او په پاکستان کې د امریکا فشارونه به هم د دې هېواد او امریکا اړیکې ډېرې لیرې نه کړي.
ولسمشر غني تېره ورځ په کابل کې ترهګریزو بریدونو ته په غبرګون کې، چې ۱۰۳ ګسه په کې ووژل شول او له ۲۳۵ ډېر یې ژوبل کړل ویلي، چې پاکستان د طالبانو مرکز دی او دغه هېواد باید د دې ډلې په وړاندې اقدام وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ24 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی1 day ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري