Connect with us

تازه خبرونه

د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیتي طرحه لاسلیک شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پارلماني ټاکنو امنیتي طرحه له امنیتي بنسټونو سره لاسلیک او له امنیتي بنسټونو څخه په راتلونکو ټاکنو کې د زور واکو د لاسوهنې مخنیوی وغوښتل شو، چې رڼو ټاکنو ته لار پرانیستل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزی له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د ټاکنو شفافیت یقیني کړي.

نوموړی له امنیتي بنسټونو څخه په ټاکنو کې د زورواکانو مخنیوی وغوښت، چې ټاکنې درغلیو ته ولاړې نشي.

د هغه په وینا؛ امنیتي ځواکونه هم باید د ټاکنو په بهیر کې بې پرې دنده تر سره کړي.

د دغې امنیتي طرحې په یوه برخه کې راغلي؛ امنیتي بنسټونه باید د ټاکنو د بېلا بېلو برخو لپاره امنیت خوندي  او چاپیریال بشپړ باوري شي.

کابل، ولایتونو، ولسوالیو او مهمو سیمو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

د زور واکو د لاسوهنو مخه ونیول شي.

امنیتي بنسټونو هم ژمنه کړې، چې په ټول توان به کوښښ کوي، چې د ټاکنو لپاره امنیتي چاپېریال خوندي کړي.

د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي ویلي، چې مونږ ټول به خپل ظرفیتونه وکاروو، چې بشپړ امنیت رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وایي، مونږ هیچا ته د درغلیو او زور کارولو اجازه نه ورکوو، بشپړ امنیت به خوندي کوو او په ولایتونو کې به د دفاع وزارت په ملاتړپر خالد نومو پوځي عملیاتو امنیتي ګواښونه له منځه وړو.  

د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی وايي، چې د هرو راتلونکیو شپږ میاشتو امنیتي راپور به شپږ میاشتې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ته ورکوو، چې پر حالاتو خبر شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم له ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې حکومت د ټاکنو د بودجې د برابرولو ډاډ ورکړی او دا ستونزه حل ده.

ټاکل شوې، چې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د اووه نوییم کال د چنګاښ پر شپاړسمه تر سره شي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!