تازه خبرونه

د کابل په ریشخور سیمه کې ځانمرګي ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کابل ولایت د چارآسیاب ولسوالۍ اړوند د ریشخور په اړوند سیمه کې ادېرې ته نږدې پر ملکي وګړیو ځانمرګی برید شوی.

یادې سرچینې په ډاګه کړې، چې نن سهار څه نا څه ۸ بجې د چارآسیاب ولسوالۍ اړوند په ریشخور سیمه کې یو ځانمرګي بریدکوونکي ملکي وګړیو ته نږدې خپلو چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړې؛ ۳ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د سیمې خلکو ویلي: ځانمرګي غوښتل ، چې د ځانګړیو ځواکونو د قول اردو له کارګرانو سره دغه پوځي مرکز ته وردننه شي؛ خو له پېژندلو وروسته یې چاودنه رامنځته کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې په دې ځانمرګي برید کې ۳ کسانو خپل ژوند له لاسهورکړی او ۱۵ نور ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې تېر کال هم د همدې قول اردو مخې ته موتر بم چاودنه شوې وه، یو شمېر ملکي وګړي په کې زیانمن شوي وه.

اوس خلکو  له مسوولینو غوښتی؛ د قول اردو دروازه د استوګنې له سیمې لږ لیرې جوړه کړي، چې ځانونه په څه نا څه خوندي سیمه کې احساس کړي.

له دې مخکې د یاد قول اردو سرچینو ویلي وه، چې په پېښه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان دي. 

له دې چاودنې یوه ګړۍ وروسته د کابل د ۱۶ حوزې په اړوند سیمه کې یوې بلې چاودنې، چې له نښلیدونکي ماین رامنځته شوې؛ درې کسان ټپیان کړل.   

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغې چاودنې په اړه څه ندي ویلې.

Trending

Exit mobile version