تازه خبرونه

د کابل په دشت برچي کې یو شمېر اړمنو کورنیو د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې تر لاسه کړې

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل د دشت برچي سیمې په سلګونه کورنۍ د بیات بنیاد له خوراکي توکو، البسې او نورو اړوند ژمنیو مرستو برخمنې شوې.

د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې د روان ژمي په دې ساړه موسم کې اساسي او اړین توکي شمېرل کیږي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ بیات بنیاد هر کال خپلې ژمنۍ مرستې، چې په کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، جمپر او کمبلې شته پر سلګونه اړمنو کورنیو ووېشل شوې.

هغه زیاته کړې، چې د دغو مرستو لړۍ به په کابل او نورو ولایتونو کې روانه وساتل شي.

نوموړي له نورو شتمنو او ملي سوداګرو وغوښتل، چې په دې ساړه موسم کې د بېوزلو او اړو کسانو سره مرستې وکړي.

دغه راز هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې یې ترلاسه کړي؛ له دغو مرستو هرکلی کړی او وايي، چې دغه بنیاد هر کال له اړو کسانو سره مرستې کوي.

دوی هم له ټولو بډایو او سوداګرو غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد د خپلو هڅو له پیله هر کال په بېلا بېلو فصلونو کې له اړو کسانو، ښوونځیو او روغتونونو سره اړینې مرستې کوي؛ خو د ژمي په ساړه موسم کې یې د مرستو لمن ټول پراخیږي.

خبریال: سمیع جهش

Trending

Exit mobile version