تازه خبرونه

د نظام الدین قیصاري پر کور عملیات د محکمې له سند پرته تر سره شوي – پلاوی

Published

on

(Last Updated On: )

په بلخ کې د نظام الدین قیصاري پر کور په مزارشریف ښار کې عملیات د چارواکو له اجازې پرته تر سره شوي وه.

په دې برخه کې د ولسي جرګې لخوا ګمارل شوي اته کسیز پلاوي ویلي، د قیصاري پر کور د عملیاتو مشري د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سادات او د شاهین قول اردو قومندان ولي محمد احمدزي کوله.

د ولسي جرګې لخوا په دې اړه ګمارل شوی پلاوي ویلي، چې د قیصاري پر کور عملیات د لویې څارنوالۍ او محکمې له اجازې پرته تر سره شوي.

د ولسي جرګې د پلاوي غړی مهدي راسخ زیاته کړې؛ په ناقانونه توګه امنیتي ځواکونو د استوګڼې پر کورونو بمبارد کړی دی.          

د ولسي جرګې د پلاوي غړی سید ظاهر مسرور ویلي؛ امنیتي ځواکونو د نظام الدین قیصاري کور ته له ننوتلو وروسته د هغه مالونه او شتمني لوټ کړه.

د  پلاوي د څرګندونو له مخې؛ ځانګړیو ځواکونو دوه کسان، چې یو یې آشپز او بل د نظام الدین قیصاري ساتوونکی دي ژوندي نیولي او وروسته یې پر ډزو وژلي دي.

د نظام الدین قیصاري کور د لیندۍ میاشتې پر ۲۳ شپه د بلخ پولیسو کلابند کړی و.

د بلخ پولیسو قومندان محمد اجمل فایز د هغې شپې پر سبا په یوه اعلامیه کې ښکاره کړې:  د قیصاري کور؛ ځکه محاصره شو، چې محکمې حکم کړی دی. هغه ځمکې غصب کړي، عامه نظم یې ګډوډ  کړی او نامسوول وسلوال لري.

قومندان فایز زیاته کړې؛ د قیصاري پر کور عملیات د مرکزي چارواکو په امر تر سره شوي دي.

د قیصاري د ساتوونکیو او  دولتي ځواکونو په نښتو کې اووه کسان ووژل شول، یوولس نور ټپیان دي او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version