تازه خبرونه
د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

د دغې لارې مسافر کریم الله نومی او موتر چلوونکی رحمت الله وايي، اوس له کندهاره تر کابله د ۵ ساعتونو لار په ۱۶ ساعتونو کې وهو.
د دغې لویې لارې چارواکو څرګنده کړې؛ له زابله ۱۷۰ کیلومتره سړک تېر شوی، چې اوس د ډېر ویجاړ حالت له کبله د موترو تګ راتګ پرې ستونزمن شوی دی.
د زابل ولایتي شورا مشرعطاجان حق بیان او د دغه ولایت یو شمېر اوسیدونکي ګواښ کوي، چې که یاده لار و نه رغول شي؛ دوی به یې د ترافیکو پر مخ وتړي.
د زابل د تولګټو چارو مشر انجنیر محمدهاشم همدرد څرګندوي، که بودجه ورکړ شي د خپل مسوولیت په سیمه کې به یاده لار ورغوي.
د کابل–کندهار لويه لار، چې ۴۸۳ کيلومتره اوږدوالی لري؛ د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه له يو او بل سره نه یوازې نښلوي، بلکې د هېواد د سوداګریز سیستم د سړکونو یوه اوږده کړۍ یې هم جوړه کړې ده.
خبریال: بریالی رحیمي