تازه خبرونه

د فساد د مخنیوي لپاره باید پر کرونا ویروس لګښتونه ټولګډونه شي

Published

on

(Last Updated On: )

که د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دولت او نور بنسټونه د بودجې په لګښت کې روڼتیا په پام کې ونه نیسي؛ ښایي د دغه ویروس  خپرېدل ناورین رامنځته کړي.

په مرکز او ولایتونو کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په موخه ۶،۷ میلیارد افغانۍ د دولت له بودیجې څخه لیږدول شوي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس عین الدین بهادري ویلي د حکومت او اړوند ارګانونو له خوا د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو لګښتونو پټول د فساد ښودنه کوي.  

نوموړي زیاته کړې؛ په دې حساس وخت کې باید په ولایتونو کې ادارې او مرستندوی بنسټونه له رڼاوي کار واخلي او په دې اړه معلومات په لیکلي بڼه خلکو ته ورکړي.

دا بنسټ غواړي، چې حکومت، والي او مرستندوی بنسټونه باید د اړتیا په صورت کې مدني ټولنې او خبریالانو ته ځواب ویونکي وي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، چې هر کاري بنسټ باید د خپلو لګښتونو او بودجې په اړه حساب ورکړي؛ ځکه په هره اداره او یا بنسټ کې اداري فساد د خلکو او هېواد پروړاندې خیانت دی.

خبریالانو څرګنده کړې؛ هغه معلومات، چې په دې اړه رسنیو ته ورکول کیږي بشپړ ندي او د اطلاعاتو نشتوالی خلک شکمنوي.

دوی ویلي، چې د دولت اطلاعات او په ځانګړي توګه د کرونا پروړاندې د مبارزې د ځانګړي دولتي کمیټې اطلاعات کافي ندي؛ ځکه د دې کمیټې رییس د یوې میاشتې کار په اړه یوازې څو پاڼې راپور خپور کړی دی.

د کرونا پروړاندې د مبارزې د کمیټې له جوړېدو نږدې یوه میاشت تېریږي، چې په سر کې یې د ولسمشر سلاکار وحید عمر دی.

یوځل، چې خلکو او مدني بنسټونو له دغه بنسټ څخه د کرونا پروړاندې د مبارزې په برخه کې د لګښتونو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه؛ ښاغلي عمر د لګښتونو نوملړ خپور کړ، چې د اعلانونو په موخه رسنیو ته د پيسو ورکول په کې راغلي وه.

همدا راز د عامې روغتیا وزات تر اوسه ۱۵ میلیون ډالر د دغه ویروس پروړاندې په مبارزه کې لګولي دي.

Trending

Exit mobile version