تازه خبرونه
د جګړو او ناامنیو له کبله د هېواد ۴۳۱ ښوونځي تړل شوي
د پوهنې وزارت وایي، چې د جګړو او ناامنیو له کبله په ټول هېواد کې څلور سوه یو دېرش ښوونځي تړل شوي دي.
د پوهنې په مخکې د پرتو ستونزو یادونه له غزني کیدای شي؛ ځکه، چې د دغه ولایت په زنخان، ګیرو، اندړ، ګیلان، ناوې، آبند، خوږیانيو، رشیدانو، واغظ او اجرستان ولسوالیو کې له اتلس کلونو راپریخوا د جګړې له کبله ښوونځي تړل شوې پاتې دي او ظاهراً نوی نسل په کې له زدکړو بې برخې پاتې دي.
د افغانستان په شمال ختیځه برخه بدخشان کې هیڅ ښوونځې تړلی ندی. په داسې حال کې، چې د دغه ولایت څلویښت سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده.
همدارنګه په تخار، کندوز او بغلان ولایتونو کې هیڅ ښوونځی تړلې ندی. په سویل ختیځه پکتیا ولایت کې یوازي د زرمت ولسوالۍ د ۱۷ ښوونځیو دروازې تړلې دي. دغه ښوونځي د وسلوالو طالبانو په تر ولکې لاندې سیمو کې دي.
د افغانستان په شمال سرپل ولایت کې ۱۲ ښوونځي او درې مدرسي تړلې دي او هغو سیمو کې یې، چې د ښوونځیو دروازې خلاصې دي نجونې له شپږم صنف پورته د زدکړې حق نلري.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نهضت ويلي، چې وړم کال د تړلیو ښوونځیو شمېر له اووه سوه اوښتو؛ خو دوی تېر کال له دغې ډلې درې سوه پرانیستل.
له ولایتونو څخه د آریانا نیوز خبریالان وايي، چې زیاتره ښوونځي په هغو سیمو کې تړلي دي، چې جګړې په کې روانې دي.
په ځينو سیمو کې بیا ښوونځي د ښکېلو خواوو لخوا د سنګر په توګه کارول کیږي. دا هغه څه دي، چې د کورنیو چارو وزارت یې هم پخلی کوي.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې پېنځه ښوونځي، په کونړ کې یوولس په نورستان کې ۱۳ او په لغمان کې ۳ ښوونځي تړلي دي.
په هغو سیمو کې، چې جګړه ده ډیري ماشومان د جګړې قربانیان دي؛ ځکه دوی د جګړې له کبله له زدکړې بې برخې شوي او دغه لړۍ له اتلس کلونو راپدیخوا روانه ده.
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن وایي، چې په یوولس ولایتونو کې امنیتي ګواښونه شته او پوهنه یې ګواښلې ده. سربېره پر دې نه یوازې دا، چې د جګړو له کبله ښوونځي تړلي دي، بلکې د پوهنې د پراختیا مخه یې هم نیولې ده.
ویل کیږي، چې په ځینو ولایتونو کې د ښوونځیو له ودانیو څخه طالبان، داعش او دولتي ځواکونه د سنګر په توګه کاراخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې په ډېرو کمو مواردو کې پولیس او دفاعي ځواکونه په ښوونځیو کې ځای پرځای شوي؛ خو ډېر ژر له ښوونځیو وتلي دي.
خلک له حکومت څخه غواړې، چې د تړلو ښوونځیو دروازې پرانیزي او د جګړې ښکېلې خواوې هم هڅه وکړي، چې روزنیز مرکزونه اوښوونځې ونه تړي او یا هم د پوځي مرکز په توګه ترې ګټه پورته نکړې.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو