تازه خبرونه
د سولې پر ځای پر ځانګړیو هڅو ټینګار د حل لار نده- خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ویديو کنفرانسونو له لارې د سولې خبرو جزئیات د پروان، جوزجان او بامیان ولایتونو له ځوانانو سره ګډ کړل او ځوانانو ته یې ډاد ورکړ، چې د سولې خبرې به له خلکو پټې نه وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد پر ځانګړیو هڅو ټینګار کوونکي ګواښي او وایي؛ هیڅوک باید په یوه موزه کې دوه پښې وردننه نکړي او ونه وایي، چې خپله لار او یا جنګ.
هغه د دغه کار پایله په افغانستان کې څلوېښت کلن روان جنګ بولي او وایي، دا کار کمونستانو او مجاهدینو دواړو کړی دی.
په دې ویدیوي کنفرانس کې د پروان والي فضل الدین عیار ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې لاسته راوړنې مو تر پښو لاندې نشي او د سولې مالکیت دې هم د افغانانو وي.
خلیلزاد په کابل کې هم له حکومتي چارواکو او سیاستوالو سره په خبرو کې دی، چې د سولې د خبرو لپاره د یوه هر اړخیز پلاوي پر ټاکلو بریالي شي.
اجرائيه ريیس هم وايي، چې له خلیلزاد سره یې خبرې پر دې راڅرخي، چې څنګه د سولې د خبرو لپاره هر اړخیز پلاوی وټاکي.
ښاغلی عبدالله له خلیلزاد سره د سولې خبرو په اړه څرګنده کړې؛ دا، چې د سولې یو غږ څنګه، چېرته او په کومه توګه تمثیل شي او دا، چې کوم جوړښت له افغانستان څخه ښه استازیتوب کولی شي. همدارنګه پر مشورتي جرګې ډېرې خبرې ونه شوې؛ خو کیدی شي په راتلونکیو ورځو کې پرې خبرې وشي.
زلمي خلیلزاد په کابل کې له یو شمېر سفیرانو او د ملګرو ملتونو له استازي سره د سولې پر دوه یم ګام، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې دي، غږیدلی دی.
د افغانستان د خلکو محور غړی معین معین وایي، چې که د هېوادوالو، سیاسیونو او حکومت تر منځ د همغږۍ اجماع رامنځته نشي؛ بیا، نو د سولې لټه په نورو هېوادونو کې یو بې ځایه هڅه ده.
سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي؛ خلیلزاد هڅه کوي، چې د سولې د مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې حکومتي پلاوی د سولې پیغام له ځان سره قطر ته ولیږدوي؛ خو ولسمشر هڅه کوي، چې جرګه جوړه شي او د جرګې پیغام قطر ته ولیږدول شي.
ولسمشر غني د دغو هڅو تر څنګ د سولې لپاره د لویې مشورتي جرګې ۱۹ کسیز کمیسیون ټاکلی دی. دغه جرګه به په کابل کې د ولسمشر د غوښتنې له مخې د غويي پر نهمه جوړه شي، چې موخه یې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې حکومت ته مشوره ګڼل شوې ده.
خبریال: شهپور فرهمند
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه12 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سوداگري24 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ10 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول