Connect with us

تازه خبرونه

د سولې خبرو ته ملي پلاوي جوړیږي- عبدالله عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ اجرائیه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې د لنډمهاله حکومت د جوړیدو ګونګوسو ته په نغوته کې ویلي، چې لنډمهاله حکومت د لنډمهاله موخې لپاره د افغانستان د خلکو په ګټه ندی او ان پدې اړه بحث او خبرې هم ندي شوي.

د حکومت اجرئیه رییس د سولې لپاره د یوه پراخ ملي پلاوي جوړول یوه اړتیا بولي او وایي، چې د یاد پلاوي جوړول به له دغه بهیر سره پوره مرسته وکړي.  

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړې؛ که څه هم د سولې هڅې له اندېښنو ډکې دي، خو خلک د تلپاتې سولې غوښتونکي دي او په دې اړه باید همغږي رامنځته شي.

د ښاغلي عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې؛ سیاسي شخصیتونه باید د سولې په خبرو کې په ګډه له اسلامي نظام او د خلکو له غوښتنو استازیتوب وکړي.

دغه راز نوموړی سوله او ټاکنې دوه بېلابېل بهیرونه بولي او وایي، چې که دواړه بهیرونه همهاله د ټینګار وړ وګڼل شي؛ ګټه به مو کړې وي. پرته لدې کیدی شي له دواړو بې برخې شو.

ښاغلي عبدالله پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار څرګند کړی او له ټولو بنسټونو یې وغوښتل، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره له ټاکنیزو کمیسیونونو سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا؛ ټاکنیز بهیر به؛ ځکه ډاډمن وي، چې نوماندان به په کې له کوم خنډ سره مخ نشي او نه به څوک له دولتي آسانتیاوو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یو شمېر اروپایي چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته رارسیدلی او غواړي د سولې د یوه ملي پلاوي پر جوړیدو د حکومت له مشرانو او یو شمېر سیاسي شخصیتونو سره بحث او خبرې وکړي.  

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!