Connect with us

تازه خبرونه

د سولې مشورتي لویې جرګې کمیسیون حکومتي جوړښت لري- مدني بنسټونه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر مدني ټولنې د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون پر جوړښت نیوکې کوي او وايي، چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون حکومتي دی او مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ته په کې ځای ندی ورکړ شوی.

داسې بریښي، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې په اړه له مدني ټولنو او سیاسي جوړښتونو سره سلا شوي ندي.

یو شمېر مدني ټولنې وار د مخه د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو د کمیسیون پر جوړښت نیوکه کوي او وايي، چې کمیسیون بشپړ حکومتي دی.

د مدني ټولني غړی جواد میریان وایي؛ زمونږ څېړنې ښيي، چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون د جوړښت غړي د ښاغلي داوودزي خپلوان دي.   

مدنې هڅاند وايي؛ که حکومت د سولې د خبرو او مشورتي لویې جرګې د رابللو په اړه کې د دوی غوښتنې په پام کې ونلري، پر اعتراضونو به لاس پورې کړي.

مدنې هڅاند عبدالصبور غفاري وایي؛ مونږ د افغانستان له دولته  او په ځانګړي توګه د سولې عالی شورا غواړو، چې د ۴۵ کسانو په غوراوي کې باید بدلون راوستل شي.  

د سولې عالي شورا بیا د مدني ټولنو د دغو غړیو اندېښنې او نیوکې بېځایه ګڼي او زیاتوي، چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون لپاره د غړیو پر ټاکلو تر اوسه  کار ندی پیل شوی.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي؛ دغو بنسټونو اړیکې نیولي، چې آیا یاد کمیسیون جوړ شوی او که نه؛ خو تر دې دمه د ولسمشر د فرمان له مخې دغسې کوم کمیسیون ندی جوړ شوی.

د سولې مشورتي لویه جرګه، چې ټاکل شوې وه د کب پر شپږ ویشتمه تر سره شي؛ ځنډول شوې ده.

د سولې عالي شورا وايي، چې په مشورتي لویه جرګه کې به تر دوه زره پېنځه سوه کسان راټول شي او د سولې لپاره به حکومت ته سلا مشورې ورکړې.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!