Connect with us

تازه خبرونه

د حکومت له مرکچي پلاوي سره د طالبانو نه کتل تېروتنه ده- خلیلزاد

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۳۹۷)

په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې؛ طالبان تېروتل، چې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره یې ونه کتل.

نوموړي ویلي، چې طالبان حاضر نه شول په ابوظبي کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره وګوري.

هغه وایي، د طالبانو دا عمل یوه تېروتنه وه او دې ډلې ته به تاوان ورسوي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې؛ امریکا د دې پلوي نده، چې په افغانستان کې اسلامي امارت جوړ شي او د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو په تړاو بحث هم ردوي.

هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر کسان، چې معلومات نلري؛ بیړه کوي او له تېروتنې ډک پوهاوی رامنځته کوي. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې بشپړ پرمختګونه راغلي او دا معاملې ته نه وړاندې کیږي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې طالبانو ته یې د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی و؛ خو طالب پلاوي ورته ویلي، چې په دې اړه به له خپلو مشرانو سره وګوري او اوس د پرېکړې واک نلري.

د ښاغلي خلیلزاد د څرګندونو له مخې امریکا د طالبانو او افغان حکومت د ګډې ناستې غوښتونکې ده.

د نوموي په وینا؛ د طالبانو سره کرښه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دي.

هغه په ټوله کې د اوبوطبۍ ناسته ګټوره وګڼله او وایي، چې اړوند هېوادونو د سولې د رامنځته کیدو لپاره ډاډمنې هڅې تر سره کړې.

دا په داسې حال کې ده، له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد درې ورځنۍ خبرې پرون په ابوظبۍ کې پای ته رسیدلې دي او نوموړی کابل ته راغلی او د سفلرونو پر پایلو له افغان مشرانو سره غږیږي.

تازه خبرونه

د آریانا نړیوال تلویزیون کارکونکې سلیمان یوسفي د کوویډ-۱۹ له کبله ومړ

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

سلیمان یوسفي، د آریانا نړیوال تلویزیوني شبکې یو تن کارکونکې، د کوویډ-۱۹ رنځ له امله نن ومړ.

یوسفي د آرینا نیوز او آریانا تلویزیون کارکونکې و، چې د کورونا ویروس له امله مړ شو.

ښاغلی سلیمان یوسفي څو ورځې دمخه په کرونا ویروس اخته شوې و او نن له غرمې وروسته د ساه اخیستنې ستونزو سره مخ شو.

د یادونې وړ ده چې یوسفي له یوې لسیزې راهیسې د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونونو د ترانسپورت په څانګه کې کار کولو.

له یوسفي څخه یو زوی او دوه لورګانې پاتې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د طالب زندانیانو تخنیکي پلاوي او حکومت خبرې پیل کړې

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ ویلي؛ د طالب زندانیانو د تخنیکي پلاوي او حکومت خبرې د بندیانو پر خوشي کولو، پېژندنې او جګړې ته د دوی پر نه ستنیدو راڅرخیدلي دي.

د دولت او طالبانو ترمنځ تراوسه د سولې په اړه هوکړه نده شوې؛ خو درې میاشتې مخکې د قطر په دوحه کې یوه هوکړه شوې، چې د مذاکراتو لپاره یې چوکاټ وټاکه. د دې هوکړې مهمې برخې دا وې، چې دولت باید پېنځه زره طالب بندیان او طالبان به هم زر کسه بندي دولتي سرتېري خوشي کړي.

طالبانو ته نیژدې سرچینې وایي دا پلاوی د بندیانو د خلاصون له بهیر څخه د څارنې په موخه کابل ته راغلی او په نورو برخو کې صلاحیت نه لري.

امریکا دا هوکړه ومنله او تراوسه د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د طالبانو د پلاوي تګ راتګ دوام لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د بندیانو په اړه د طالب زندایانو یو پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د اړوند پلوي سره یې خبرې روانې دي او د دواړو خواوو د زندانیانو د خوشې کولو پر میکانیزم خبرې کیږي. مونږ به دې خبرو جزئیات ډېر ژر د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې کړو.

طالبانو هم ویلي، چې کابل ته یې پلاوي سفرکړی دی.

د طالبانو پخواني غړي سید اکبرآغا ویلي؛ طالبان غواړي هغه پېنځلس جنګي قومندانان خوشي کړي، چې له دولت سره بندیان دي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ په دې اړه څرګندوي؛ دا هغه کسان دي، چې په افغانستان کې یې خونړي بریدونه تنظیم کړي او په آسانۍ به آزاد نشي.

د افغانستان حکومت په دې باور دي، چې د دواړو لوریو د بندیانو خوشي کول به د باور فضا د جوړولو لامل شي او د افغانانو ترمنځ خبرو ته به زمینه برابره کړي.

د ولسمشرۍ فرهنګي سلاکار سید شاه حسین مرتضوي ویلي؛ ټاکل شوې، چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو پورې اووه میاشتې نور به هم د افغانستان د سولې بازار تود وي؛ خو له هغې وروسته د دې سولې برخلیک ناڅرګند دی.

د نوموړي په اند طالبانو د خپل حاکمیت له پېره یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او امریکا له دوی سره د سولې راوستلو هوکړه کړې؛ خو دوی د جغرافیې د رامنځته کولو په لته کې دي.

د یادونې ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه د حکومت او طالبانو د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو پیل ته په تمه ده؛ ځکه د دغو خبرو پیل به د افغانستان سولې ته د وردننه کیدو نوې دروازې خلاصې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لا لیګا لوبې به د جون له ۱۱ بیا پیل شي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۳۹۹)

د اسپانیا د فوټبال لیګ مشر خاویر ټباس منلې، چې د دې پړاو د لا لیګا پاتې لوبې به د جون پر ۱۱ بیا پیل شي.

له کرونا ویروسه د رامنځته شوې دوه میاشتنۍ دمې وروسته، نامتو اروپايي لیګونو اوس د لوبو د بیا پیلولو لپاره چمتووالی ښکاره کړی دی.

د هسپانیا د فوټبال غوره لیګ مشر، خاویر ټباس منلې، چې د جون پر ۱۱ به د دې پړاو او د سپتمبر پر ۱۲ د راتلونکي پړاو لوبې پیل شي.

ټباس زیاته کړې، چې د سویا او ریال بټیس ترمینځ لوبه به د جون پر ۱۱ د لا لیګا د لوبو په لړ کې پیل شي.

د نامتو اروپایي لیګونو د دې پړاو لوبې به د تړلیو دروازو ترشا ترسره شي.

د آلمان بونډسلیګا لوبې له څو اوونیو راپدیخوا پیل شوي او لوبډلې د تړلیو دروازو تر شا سره مخ کیږي.

د انګلیس غوره لیګ سیالۍ به د جون پر ۱۷ او د ایټالیا سري آی به د جون پر ۲۰  لوبې پیل کړي.

د دې پړاو د فرانسې فوټبال لیګ لوبې لغو شوې او د پاریس سینټ جرمن د اتل په توګه غوره شو.

Continue Reading

Trending