تازه خبرونه
د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله
اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي.
ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کړی، چې مذاکراتي ډله چمتو ده؛ خو طالبان باید د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې اوربند د شرط په توګه ومني.
له یوې خوا طالبان او سپیدار ماڼۍ ده، چې اوربند ته غاړه نږدي او له بلې خوا ارګ دی، چې د تاوتریخوالي کمیدل عملي نه بولي او د ملي وحدت حکومت په دننه کې دواړه رهبران د هرې ورځې له تېریدو سره د سولې په تړاو له نویو مخالفتونو سره راڅرګندیږي.
ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د سولې مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره ټول واک د سولي په چارو کې د دولت وزارت ته وسپاره، چې اوس په ښکاره دغه چاره د هغه د حکومت د شریک له مزاج سره په ټکر کې ښکاره شوې ده.
د اجرايي رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ وروستۍ ناندرې ښيي، چې اختلافات یې اوس هم ژور دي او په آسانۍ د حل وړ ندي؛ ځکه، چې پر ځانګړي واک او ځواک راڅرخي.
دغه راز اجرائیه رییس په حکومت کې د ولسمشر لخوا وروستي بدلونونه یو اړخیز بولي او څرګندوي؛ هغه څه، چې دی یې سکوت ته اړ کړی د سیاسي نظام ثبات ساتنه ده.
داسې برېښي، چې ولسي جرګه هم د حکومتي مشرانو لدې کړنو ستړې شوې او یو شمېر غړیو یې ويلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې باید ژرترژره اعلان شي، دغه حکومتي ناندرۍ هم ور سره پای ومومي.
د افغانستان سیاسيون د ارګ او سپیدار ماڼیو تر منځ د سولې بهیر په تړاو پر تضادونو نیوکې کوي او وايي، چې د حکومت په دننه کې دغه درز به د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
سیاسي شنونکی صدیق پتمن وایي، چې مونږ باید دوه ټکو ته پوره پام وکړو؛ یو د سولې په اړه د اندونو نږدې کیدل دي او بل د سولې خبرو پیلول دی، چې دا باید یوه ګده پته ولري.
باورونه دا دي، چې افغانستان د معاصر تاریخ په روان پړاو کې له یوه بنسټیز حالت سره مخ دی او هر ډول سیاسي اختلافات، لفظې شخړې او یا هم جدي، انفرادي چلند او ناندرې کولی شي د سولې روان بهیرله کړکیچ سره مخ کړي یا هم کولی شي طالبانو ته د لا ډېرو امتیازاتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سولي کور د بورد غړې نګینه یاري وایي؛ دا سمه ده، چې د سولې لپاره یو جوړښت د وزارت په توګه رامنځته شوی او ځانګړي تشکیلات هم لري؛ خو دا جوړښت او تشکیل د سولې د ټولو چارو ځواب ورکوونکی کیدی نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ښه په درز کې روان دي او ټاکل شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د وروستي شوي هوکړه لیک له احتمالي لاسلیک وروسته د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ