Connect with us

تازه خبرونه

د اووه ویشت ولایتونو د رایو تخنیکي راپور رهبرۍ ته واستول شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د اووه ویشت ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې تخنیکي راپور د کمیسیون رهبرۍ ته استولی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ميرزا محمد حقپرست د اووه ویشت ولایتونو د مشکوکو محلونو د رایو بیا شمېرنه، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان سره پوره تړاو لري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا یې د بیا شمېرنې تخنیکي راپور د کمیسیون رهبرۍ ته استولی دی.   د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه راپور له ازولو وروسته به د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه پرېکړه وشي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی  نعیم اصغري ويلي، چې اوس له کمیسیون څخه لاره ورکه ده او نشي کولی ټاکنیزې ستونزې او لانجې حل کړي.

که څه هم تر اوسه په اووه ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې د پلویانو لخوا د رایو د بیا شمېرنې مخه نیول شوې؛ خو کمیسیون وايي که ستونزه حل نشي، اړ دي، چې په دې اړه له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړې. 

تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان خاورې امنیت تضمین کړی هیچا ته ترې ګواښ نشته – مولوي کبیر

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې او مل پلاويسره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډ هېوادونو په ګډون نړۍ ته د افغانستان له خاورې کوم ګواښ نشته.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له شویو مرستو مننه وکړه او وایي: د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډېرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د وېش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده او تر دې دمه ۵۸ ښار ګوټي کډوالو ته په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړېدو ټینګار کړی او وایي، چې د مهاجرینو د ښارګوټو په روغولو کې دې د ملګرو ملتونو بنسټونه پراخه ونډه واخلي.

په دې ناسته کې د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بیځایه شویو په اړه د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته وستایله او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او یادونه یې وکړه، چې د دې برخې لپاره به نور ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

د اوتنبایوا د څرګندونو له مخې؛ یوناما هڅه کوي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره ګډ اغېزمن کارونه وکړي.

نوموړې زیاته کړې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده، چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.

همدارنګه نوموړې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پرمټ حل شي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته چمتو دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي

دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د کلتوري میراث او اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د آذربایجان نړیوالې پراختیا ادارې (AIDA) د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد د سفارت له لارې په دې اړه رسمي تړون لاسلیک کړ، چې په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) استازي دفتر ته بودجه ولیږدوي، چې د غالۍ اوبدلو لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړ کړي.

دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.

دا پروژه، چې د AIDA لخوا تمویل کیږي؛ د دودیزو او عصري غالیو اوبدلو تخنیکونو، سوداګرۍ پراختیا، بازار موندنې او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسي ډاډمن کړي.

تمه ده، چې دا پروګرام به د افغان غالیو اوبدونکو ژوند ته د پام وړ وده ورکړي او سیمه‌ییزو خلکو ته به دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

چارواکو ویلي، چې دا روزنیز مرکز به د مهارتونو د پراختیا او کلتوري ساتنې لپاره د یوه اړین مرکز په توګه د باکیفیته لاسي غالیو د تولید لپاره د نړیوالو مرکزونو په توګه د افغانستان د موقعیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

دا همکاري په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي هڅو د ملاتړ لپاره په ځانګړي توګه د تخنیکي زدکړو او کلتوري صنایعو د ودې په برخو کې د آذربایجان ژمنه روښانه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.

دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.

د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بې‌وزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.

نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!