تازه خبرونه
د روڼتیا په نشتوالي کې به ولسمشریزې ټاکنې کړکېچنې شي
د ولسي جرګې ځینو غړیو ټینګار کړی، چې که ولسمشریزې ټاکنې له روڼتیا بې برخې شي؛ هیڅ نوماند به د دې بهیر پایله ونه مني.
د ولسمشریزو ټاکنو له نږدې کیدو سره د دې بهیر د تر سره کیدو په تړاو اندېښنې هم مخ پر ډېریدو دي او د ولسي جرګې ځینو غړيو ویلي، له تاکنو مخکې یوشمېر درغلي تنظیم شوي او دا به په هېواد کې ستر کړکیچ را منځته کړي.
د ولسي جرګې ځینې غړي پدې ټکي د ټینګار ترڅنګ وایي، له ټاکنو مخکې درغلیو ته زمینه برابره شوې او دا د خلکو رایو ته سپکاوی دی.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد عارف رحماني وایي؛ د هېواد وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ولسمشریزې ټاکنې کړکېچ ته زمینه برابروي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه باید په دې اړه قانون رعایت کړي.
د ولسي جرګې د کابل استازې مریم سما وایي؛ له ټولو نوماندانو غواړم، چې مطلق فکر کول پریږدي او د ټاکنو پایلې ومني او د خلکو پرېکړو ته درناوی وکړي. ټول رڼو ټاکنو ته اندېښمن دي.
د غزني ولایت یو بل استازي علی اکبر قاسمي څرګنده کړې؛ په ټاکنو کې مخکې له مخکې صندوقونه ډکیږي. (ګوسفندي رایې) باید د خلکو برخلیک ونه ټاکي. دا هغه اندېښنې دي، چې لاسرسی غواړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي، چې د هر راز لاسوهنو مخه ونیسي او رڼې ټاکنې تر سره کړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار وایي، ټاکنې د هېواد د برخلیک لپاره ډېرې اړینې دي؛ ټاکنیز کمیسیونونه یې باید رڼې او په ټول هېواد کې تر سره او د قانون له مخې په دغه بهیر کې د درغلیو او تېروتنو مخه ونیسي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي؛ خو د ولسي جرګې غړي وایي، که په دې بهیر کې شته ننګونې له منځه ولاړې نشي، ناوړه پایلې به ولري.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه15 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول