تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې طالب دفاع وزیر وژل شوی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نوموړی هغه مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت تر برید لاندې راغی، چې په بایفور ډوله موتر کې د پاکستان پر لوري روان و. دغه راز زیاته شوې، چې له ده سره مل ۱۰ کسان نور هم وژل شوي دي.
د کندهار والي حیات الله حیات هم دغه پېښه منلي؛ خو وایي، چې نوموړی لوړ پوړی طالب په کندهار کې نه، بلکې د بادغیس ولایت په اړوند سیمو کې وژل شوی دی.
صدر ابراهیم د هلمند ولایت د څاروان ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او د طالبانو د حکومت پر مهال هم د پوځي کمیسیون غړی و.
طالب ویاد قاري یوسف احمدي دغه پېښه ردوي او وایي، چې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ژوندی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په دوحه کې اوړمه ورځ د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او امریکایانو د اتم پداو خبرې پای ته رسیدلي او دواړه خواوې د دغې ناستې له پایلو خوښ ښکاري او څرګدوي، چې د سولې په اړه ګډې هوکړې ته نږدې شوي دي.
خبریال: بریالی رحیمي