تازه خبرونه
د جمعیت اسلامي د والي عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ
د جمعیت اسلامي افغانستان رهبرۍ شورا په یوه اعلامیه کې د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۳۰) د ملي وحدت حکومت هغه فرمان رد کړ، چې له مخې یې عبدالکریم خدام د سمنګان د ولایت له مقامه لیرې شوی او پر ځای یې عبداللطیف ابراهیمې دغه مقام ته ټاکل شوی دی.
د دغه حزب په اعلامیه کې راغلي، چې د سمنګان د والي لیرې کولو دغه فرمان د تاوتریخوالي د ډېرولو لپاره یو نامناسب او بې وخته پورته شوی ګام دی، چې د ملي وحدت حکومت له سیاسي هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دې حزب رهبري شورا د سمنګان والي عبدالکریم خدام په پلوۍ د دغه ولایت د خلکو او ترک توکمو غوښتنې ډاډمنې بولي او د ده د لیرې کولو فرمان ردوي.
د تېرې شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۸) د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د فرمان له مخې د سمنګانو والي عبدالکریم خدام د ولایت له مقامه لیرې کړ او پرځای یې عبداللطیف ابراهیمي وټاکه .
د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام د یکشنبې پر ورځ(د سلواغې ۲۹) یوې خبري ناستې ته ویلي وه، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه نه مني او د سمنګان د والي په توګه به پر خپل مقام پاتې وي.
هغ دا هم ویلي؛ ملي وحدت حکومت دا صلاحیت نلري، چې والیان له دندې ګوښه او یا یې پر ځای بل څوک وټاکي.
د ده د وینا له مخې؛ ده ته د ولایت مقام جمعیت اسلامي او ترک توکمو سپارلی او تر هغې به دنده تر سره کوي، چې دوی لیرې کړی نه وي.
د جمعیت اسلامې د رهبرۍ شورا مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني تېره ورځ ویلي وه؛ د سمنګان والي جناب عبدالکریم خدام د درناوي وړ، د جمعیت اسلامې د رهبرۍ غړی او د ترکمنو د محترم قوم پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی.
د سمنګان د پخواني والي عبدالکریم خدام مرستیال ضیاءالدین ضیاء هم ګواښ کړی، چې که حکومت د پوځي مداخلې په فکر کې شي؛ نو سخت ځواب به وويني. دی هم د ولسمشر لخوا ګوښه شوی و؛ خو اجرائیه رییس بېرته ټاکلی دی.
عبدالکریم خدام تېر کال د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی و، چې تېره ورځ له دندې ګوښه او پر ځای یې د ولسي جرګې د رییس عبدالرووف ابراهیمي وراره عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان والي په توګه وټاکل شو.
دا د جمعیت اسلامي دوه یم والي دی، چې د دې ادارې پرېکړه ردوي.
دوه میاشتې وړاندې ارګ د بلخ والي عطاء محمد نور هم له واکه ګوښه کړی؛ خو د دوه میاشتو په تېرېدو بیا هم نوموړی تراوسه د بلخ والي دی او د بلخ لپاره نوي ټاکل شوي والي انجینر داود ته د کار موکه نه ده ورکړشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده د والي لیرې کول او پر دنده ګومارل د ولسمشر واک بولي او وایي، د دې ولایت نوی والي به ژر کار پیل کړي.
قتیل زوی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ