تازه خبرونه
د امریکې یو میلیارد ډالره مرسته به د امنیتي ځواکونو له بودیجې ګرځول کیږي – رویټرز

رویټرز خبري آژانس د دريیو سرچینو په حواله راپور ورکړې چې د امریکا یو میلیارد ډالره مرسته د امنیتي ځواکونو له بودیجې ګرځول کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو رویټرز ته ویلي، په پام کې وه دا پیسې د طالبانو پروړاندې د افغانستان حکومت د مبارزې او سولې په برخه کې د دولت د چڼو وهلو په چارو کې ولګول شي.
په همدې وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي شنونکي وایي دا به د امنیتي ځواکونو په برخلیک ناوړه اغیزه وکړي.
خان آقا رضایي، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس، وایي چې لا اوس هم امنیتي ځواکونه د بودجې له کمښت سره مخ دي او په بد حالت کې قرار لري.
وهاب وردګ، د هوایي ځواکونو پخوانی قوماندان، وایي چې سیاستوال باید ژرترژره سره جوړ راشي او امنیتي ځواکونه دې نه زیانمنوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د یوه ټول ګډون حکومت په جوړولو کې هوکړې ته ونه رسیږي، امریکا به تر ۲۰۲۱ کال پورې یو میلیارد ډالره نوره مرسته هم کمه کړي.
په همدې حال کې د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز د یکشنبې پر ورځ ویلي چې په افغانستان کې اوسنې وضعیت د منلو وړ نه ده او که یو ټول ګډون حکومت جوړ نشي، نړیوالې مرستې به په عادي ډول دوام ونکړي.