Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو هیوادونو یو شمیر سفیران د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي ستونزو له کبله اندیښمن دي

خپور شوی

د

کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو د نوي کال په مناسبت پیغامونو کې د افغان مشرانو تر منځ سیاسي ناندرۍ د اندېښنې وړ او د سولې بهیر پر وړاندې یې خنډ ګڼلي دي.

په همدې حال کې زلمې خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکې ځانګړې استازې، د محمداشرف غني او عبدالله تر منځ اختلافونه خطرناک بولي او له هغوي غواړي چې د حکومت داري په یوه فورمول هوکړې ته ورسیږي. خلیلزاد په سملاسي ډول د پخلاینې عالي شورا د جوړېدو او د یوه ټول منلي مرکچي پلاوي د ورپیژندلو غوښتنه کړې ده.

نوی کال، د سولې لارې ننګونې، سیاسي ناندرۍ او له ټولو مهمه، د کرونا ویروس له تېر کال څخه په میراث اخیستي.

ډاوېد مارتینون، افغانستان کې د فرانسې سفیر، وایي: " خپلو کې اتفاق تاسو پیاوړي کوي، خو نن په دې هکله کمزورتیا لرئ، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید یو موټی شئ، راتلوونکې اوونۍ مهمې دي. ځکه چې د سولې موضوع تر څنګ، افغانستان او نور هېوادونه له یوې پراخې ناروغي سره مخامخ دي."

په همدې حال کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په سملاسي ډول د پخلاینې عالي شورا د جوړېدو او د یوه ټول منلي مرکچي پلاوي د معرفي کېدو غوښتنه کړې ده. هغه له ملي تلویزیون سره مرکه کې دا خبرې کړي دي.

زلمی خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي، ویلي: "غواړو چې ژرترژره د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته ورسیږو. غواړو چې یو بشپړ هیئت او د مصالحې یوه ستره شورا جوړه شي. ځیني بندیان د لوړ عمر خاوندان دي او د حبس موده یې هم تیره شوې ده، باید ځینې ګامونه پورته شي."

همداراز نوموړې خلیلزاد د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ اوسنیو شرایطو کې اختلافونه خطرناک بولي، او وایی، دواړه لوري باید د  حکومت داري په یوه فورمول هوکړې ته ورسیږي.

بلخوا، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ د منځګړیتوب په لړ کې، د پنجشنبې پر ورځ یوځل بیا له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!