تازه خبرونه
د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

د اوبو د تنظیم ادارې له رامنځته کیدو را پدیخوا د لومړي ځل لپاره له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ۲۶ کوچنیو بندونو تړونونه لاسلیک شول.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه د ځمکې لاندې اوبو کچه په ټیټېدو ده او دغه اداره به هڅه وکړي، چې خلکو ته د اوبو رسونې بهیر پراخه کړي.
د دې ادارې مسولینو په ډاګه کړې؛ په هېواد کې د اوبو مدیریت چارې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او په نږدې راتلونکې کې به د یو شمېر نورو کوچنیو بندونو د جوړولو تړونونه هم لاسلیک شي.
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې رییس خان محمد تکل وايي: مونږ به د اوبو د تنظیم په برخه کې تازه پروګرامونه پلي کړو او ټول هغه شرکتونه، چې دغه پروژې پلي کوي باید د قرار دادونو له مخې تر سره شي.
د ملي شورا یو شمېر غړيو ويلي، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د اوبو د مدیریت په برخه کې باید له جديت څخه کار واخستل شي.
د ولسي جرګې غړې هما احمدي وایي: مونږ یو کرنیز هېواد یو؛ د اوبو مدیریت مو اړتیا ده باید ورته پوره پاملرنه وشي، چې کرنه ورسره وده او پراختیا وکړي.
د قراردادي شرکتونو مسوولینو ويلي، چې د کوچنیو بندونو د تنظیم په برخه کې به خپلي چارې د قراردادونو له مخې تر سره کړي.
د قراردادي شرکتونو استازي شفیق الله لودین ویلي، چې مونږ د همدې هېواد خلک یو کارونه به مو د قرار دادونو پر بنسټ تر سره شي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو په ډاګه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ په پراختیا کې د اوبو مدیریت خورا اړین دی او د اوبو د تنظیم اداره باید ورته پوره پاملرنه وکړي.
خبریال: اسلم حجاب