تازه خبرونه
د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنخته کړي

د امریکا درې پخواني پوځي او سیاسي چاواکي خبرداری ورکوي؛ که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه په وتو کې بیړه وکړي، کورنۍ جګړې به رامنځته شي او د ترهګرو ډلو او القاعده شبکې د فعالیتونو پراختیا ته به زمینه برابره شي.
د امریکا د سنا د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ په افغانستان کې د امریکا د تګلارې تر سرلیک لاندې ناسته تر سره کړې، چې د ناتو د پرېکنده ملاتړ پخوانی سلاکار، د امریکا د پوځ د لوی درستیز مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ورغلي دي.
د ناستې موضوع له طالبانو سره د سولې پر خبرو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتو او د افغانستان په مسایلو کې د ګاونډ هېوادونو پر رول راڅرخیدلې ده.
دا جګپوړي امریکایي چارواکي په دې اند دي، چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته افغان دولت باید د پراخ بنسټ سیاسي مشارکت زمینه برابره کړي؛ پرته له دې به هوکړې ته رسیدل ناوړه پایلې ولري.
د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کیني له واشنګتن غواړي، چې د افغانستان له راتلونکی حکومت جدي ملاتړ وکړي.
له جان کیني پوښتنه کیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتو کې به بیړه څه عواقب ولري؟ داسې ځواب وایي: ناورین به رامنځته شي؛ ټولې لاسته راوړنې به پر اوبو لاهو شی، داعش او القاعده به له دې حالته ګټه پورته کړي او ځانونه به بېرته چمتو کړي. طالبان او نورې ترهګرې ډلې به د امریکا د وتو مسله په خپلې تبلیغاتي جګړه کې د بریا په توګه مطرح کړي او کورنۍ جګړه به پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارووزارت پخواني سلاکار کولین جکسن ویلي؛ که پاکستان له امریکا سره ښې اړیکې غواړي، باید د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او په افغانستان کې له حکومت او سیاسي مشارکت په رښتني توګه ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې: د امریکا بهرني دښمنان به لاس په کار شي؛ ایران به خپلو نیابتي ځواکونو ته مخه کړې، پاکستان به خپل نفوس پراخه کړي او روسیه به هم ډګر ته راودانګي.
د ناتو د پریکنده ملاتړ پخواني سلاکار کمبرلي فیلد هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ویستو کې بیړه خطرناکه ګني او وایي: اوسنی حکومت به راوپرځیږې؛ جنګ سالاران به واک ته ورسیږي او ډېر شیان به له لاسه ورکړو.
که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی ندی معلوم؛ خو جان کیني ویلي؛ ولسمشر غني د افغانستان پوځي لګښتونه، چې امریکا یي ورکوي په راتلونکیو کلونو کې راکم کړي.
هغه دا راز د غني له خولي ویلي؛ هغه له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو سره په اړیکه کې دی، چې د افغانستان د دفاعي لګښټونو د پوره کولو لپاره د هغوی مرسته ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک تیمز په ډاګه کړې؛ ترمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې لپاره د امریکایي ځواکونو تدریجي وتلو ته په دې شرط چمتووالی څرګند کړی، چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي.