تازه خبرونه
د امریکا او طالبانو خبرې به له اوربند پرته پایلې ونلري- صدیق صدیقي

طالبان، امریکا، اروپایي ټولنه او د ملګرو ملتونو سازمان د تاوتریخوالي پر کمښت سلا شوي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي کمښت بې معنا بولي او غواړي، چې طالبان سراسري اوربند اعلان کړي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د شنبې پر ورځ / د مرغومې پر ۲۸ له غرمې وروسته په کابل کې د یوې خبري ناستې د پوښتنې ځواب ته، چې ولې د تاوتریخوالي کمښت ته غاړه نه ږدي او اوربند یې سره کرښه ټاکلې په ډاګه کړه: ترمپ او ولسمشر غني د اوربند په اړه هوکړې ته رسیدلي وه او طالبان هم باید د اوربند له طرحې سره قطر ته رسیدلي وي.
اجرائیه ریاست هم له ارګ سره په یوه خوله ندی او د سولې په خبرو کې پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي کمښت غواړي.
یو شمېر سیاستوال باوري دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دریځ او شرط به د سولې بهیر له ننګونو سره مخ کړي.
د افغانستان د نوي بنسټ ګوند رییس احمدالله علي زي ویلي؛ ګاونډ هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر سوله کولو هوکړه کړې او حکومت باید د ټولو پر وړاندې ونه دریږي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ له ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه له حکومته غوښتي، چې په سوله ییز بهیر کې ډېر نرمښت وښيي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ مشر فدا محمد الفت صالح څرګنده کړې؛ زه ډاډه یم، چې د خبرو له پرمختګ سره به یو اړخ له خپل ټینګاره تېر شي او څه، چې غواړو ور وبه رسیږو.
د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ غړی خان آغا رضایي یې په اړه داسې ځواب ورکوي: که د سولې خبرې بې پایلې پاتې شي، مونږ به په راتلونکي کال کې د ښارونو د له لاسه وتلو لیدونکي وو او ناامني به هم ور سره ډېره شي.
د امریکا او طالبانو د سولې روانو خبرو د افغانستان د شخړې لپاره یوه ښه زمینه برابره کړې؛ خو د دغه بهیر له پیله تر دې دمه د کابل او واشنګتن تر منځ د دغه بهیر پر ځینو برخو ناندرې روانې ساتل شوي او ان اختلافاتو ته هم لمن وهل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په دوحه کې د امریکا استازیو ته سپارلې او د سولې هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو ته چمتووالی روان دی.