Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د البغدادي وژل کیدل ومنل

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په یوه خبري ناسته کې په ډاګه کړې، چې د داعش رهبر ابو بکر البغدادي د سوري په ادلب ښار کې وژل شوی دی.

ولسمشر ترمپ د یکشنبې پر ماښام( د لړم ۵) په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي خپل له چاودیدونکیو توکو ډک واسکت ته چاودنه ورکړې؛ ځان او څو نور ماشومان یې وواژل.

نوموړي البغدادي خونړی ونوماوه او زیاتوې، چې امریکایي ځواکونو تر مرګه پورې وڅاره.

د ترمپ د څرګندونو له مخې؛ نوموړی تېره شپه په داسې حال کې، چې په یوه تونل کې پټ شوی و ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و، چې د دې هېواد ځواکونو په سوریه کې د [(اسلامي دولت) (داعش)] ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر وړاندې عملیات تر سره شودي.

سپينې ماڼۍ ویلي وه، چې ولسمشر دونلد ترمپ به د یکشنبې پر ورځ (لړم ۵/اکټوبر ۲۷) یوه (لویه بیانیه) ورکړي؛ خو په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړ شوي.

ولسمشر ترمپ له دې خبر وړاندې په یوه مرموز تویت کې څرګنده کړې وه، چې یو لوی څه پېښ شوي دي.

امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي، چې د دې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.

د (نیوزویک) خبري رسنۍ د عملیاتو اړوند یوه چارواکو له قوله ویلي؛ دغه پوځي عملیات ځانګړيو ځواکونو له هغې وروسته پيل کړل، چې دوی ته ( د عمل وړ باوري استخباراتي معلومات) ور ورسیدل.

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې خبر څو وارې وړاندې هم خپور شوی؛ خو وروسته ناسم  بلل شوی دی.

د البغدادي مخکنی مشر ابو مصعب الزرقاوي و، چې د مرګ تر ورځې پورې یې په عراق کې د تر ټولو خطرناکې ډلې مشري کوله؛ د عمر په وروستیو کې پټ شوی و، خو تر افشا کیدا وروسته د امریکایانو له خوا ووژل شو.

اټکل کېږي، چې بغدادي پر ۱۹۷۱ زېږدیز کال د بغداد  دشمال په سامراء ښار کې زیږېدلی او د راپورونو له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا د یرغل پرمهال د ښار د یوه جومات امام و.

تازه خبرونه

د کابل په افغان جاپان روغتون کې ناروغان بې پاملرنې پاتې دي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

په کابل کې د افغان جاپان روغتون ناروغ لرونکیو ویلي؛ په دې روغتون کې ناروغانو ته درملنه نشته او  له روغتیایي پاملرنو څخه یوازې د اکسیجن د یو بالون کارولو شونتیا پاتې ده، چې هغه هم د کارولو پر وخت د ناروغ لرونکيو لخوا چمتو کیږي.

د دغه روغتون مشر احمد ظاهر سلطاني ویلي؛ وضعیت مدیریت شوی او د ناروغانو او ناروغ لرونکیو لپاره هر څه تر سره کیږي.

پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې لږوالی راغلی؛ خو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په تېرو څلیریشت ګړیو کې پر کرونا اخته ۳۴ ناروغان مړه شوي او ۲۳۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له عامې روغتیا وزارت سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۱۹۰ ته رسیدلی، چې تر دې دمه ترې ۸۹۸ مړه شوي او ۲۰۰۰۰ نور رغیدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په حکومت کې د ګمرک میلیونونه عواید هر کال بې ځایه ځي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ څرګنده کړې؛ په ګمرکونو کې پر فساد ککړ کسان، سیمه ییز زورواکي او حکومتي څېرې دي، چې د ګمرک عواید بې ځایه لګوي.

د  هرات ولایتي شورا غړي غلام هاشم ویلي، لس باروړنکي موتر په یوه نمبر پلیټ له محصول پرته بهر وځي او هره ورځ له سلګونه تېل ټانکرو او اضافه بار ټولګو محصول نه اخیستل کیږي.

د اسلام کلا ګمرک چارسمبالی مصطفی حکیمي تائیدوي، چې د سوداګریزو مالونو محصول د زورواکو د لاسوهنو له کبله نه اخیستل کیږي او کارونه د زور او ګواښ له مخې پر کارکوونکیو تر سره کیږي. ان یو شمېر کارمندان د بشري سرچینو د مدیر په ګډون ډبول شوي هم دي.

د هرات والي احمد وحید قتالي څرګنده کړې؛ د یوې سوداګریزې ټولګې له درې میلیون محصول یوازې ۳۰ زره افغانۍ ورکول کیږي. ان له ټګۍ برګۍ کار اخلي؛ اضافه بار، ناقانونه مالونه او بدل جنس تېرول یې ښکاره خبره ده.

د افغانستان د ګمرکونو په تړاو د افغانستان روڼتیا څار څېړونکي ناصر تیموري په ډاګه کوي، چې هر کال د زورواکو، په فساد کې د ککړو سیمه ییزو او مرکزي چارواکو په لاسوهنهپه میلیونونو ډالر ځانګړیو جېبونو ته ځي او له هوسونو ځاریږي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ګمرکونو کې له رڼښت او سیالۍ پرته ګمارنو دا جوړښت فاسد کړی دی.

 مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي که څه هم په ګمرکونو کې فساد تائیدوي؛ خو د فساد پر پوره څېړنې ټينګار هم د یادونې وړ بولي او وایي: مونږ له شک پرته منو، چې فساد شته؛ خو مونږ د والیانو د موندنو په تمه یو، چې د کومې څېړنې له مخې یې دا معلومات تر لاسه کړي دي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویاند فرید احمد حقمل ویلي؛ تر دې دمه ټولې ګومانې او ټاکنې مالیې وزارت تر سره کړي او په دې کې د اصلاحاتو خپلواکې ادارې ته هیڅ واک ندي ورکړشوی؛ خو ټاکل شوې، چې د ولسمشر په سپارښتنه د ګمرکونو ټولې څوکۍ د آزادې سیالۍ له لارې د ګومارنې لپاره وړاندې شي.

د مالیې وزارت په ډاګه کړې؛ په ګمرکونو کې یې سکنرونه ایښي، چې د فساد مخنیوی پرې شوی او په ځینو ګمرکونو کې د فساد لپاره سکنرونه غیر فعال ساتل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د ۱۸ هېوادونو د استازیو د سولې سیمه ییزه ناسته تر سره شوه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان حکومت د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ۱۸ هېوادونو، ملګروملتونو او د اسلامي همکارۍ د ټولنو د استازیو په ګډون د سولې بهیر د سیمه ییزې ناستې کوربتوب تر سره کړ.

دغه ویدیوي ناسته، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر یې مشري کوله؛ د ولسمشر اشرف غني له وینا سره پیل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي؛ دغه ناسته د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره تر سره شوه، چې په کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د خپلمنځي خبرو پیل، اوربند ته رسیدل او د طالب بندیانو پر خوشې کولو هر اړخیزې خبرې را وڅرخیدلې.

د خپلمنځی خبرو د پیلولو لپاره دغه ناسته په داسې حال کې جوړیږي، چې ښکېلو خواوو جګړه روانه ساتلې او تاوتریخوال هم ډېر شوی دی.

طالبانو د ټواو بندیانو خوشې کیدل د خپلمنځي خبرو او اوربند لپاره شرط ایښی او حکومت هم د ټولو حکومتي بندیانو خوشې کول د شرطه په توګه وړاندې کړي او وایي، چې د ځانګړیو څېرو خوشې کول، چې طالبان پرې ټینګار کوي ؛ ناشونې ده.

د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا طالبانو په ۶ ولایتونو کې ۳۶ بریدونه کړي او افغان ځواکونه ور سره ښکېل پاتې شوي دي.

وګورو، چې د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې به وکړای شي، چې په جګړه کې ښکېلې خواوې اورکم ته راضي او خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي او که نه!

Continue Reading

Trending