Connect with us

لوبی

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې جوړښت اعلام شو

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۶)

نن د هېواد کرکت بورد د یوې مطبوعاتي ناستی په ترځ کي د نړیوالو لوبو څلور ورځنیو سیالیو لپاره د بلل شویو لوبغاړیو لیست جوړ کړ. داسیالي به د تلې له ۲۸ د لړم تر لومړۍ نېټې روانې وي ، چی افغانستان به په کې د هانګ ګانګ په وړاندی لوبه کوي.

د کرکت بورد مسوولین  له دی لوبډلې سره د لوبې لپاره  له چمتوالی خبر ورکوي.

دا لوبغاړي راشد ارمان، اصغرستانکزی، محمدنبی عیسی خېل، دولت ځدران او حشمت الله شاهدی په دی لیست کی شامل دي.

لوبی

د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړي له افغانستان څخه پاکستان ته ورسیدل

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۴۰۰)

د پاکستان چارواکو نن چارشنبه د وږي ۲۴ / د سپټمبر ۱۵ ډاډ څرګنده کړې، چې د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې ​​غړي اسلام آباد ته رارسیدلي دي.

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې ​​غړي پرون د تورخم له دروازې اوښتي دي.

د پاکستان د استخباراتو وزیر فواد چودري په خپل ټویټر کې په ډاګه کړې: د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې ​​غړيو ته، چې د تورخم له لارې پاکستان ته راغلي؛ ښه راغلاست وایو.

فواد چودري نور جزئیات ندي وړاندې کړي او دا لا روښانه نده، چې د لوبډلې څو غړي پاکستان ته تللي دي.

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې ​​پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپلزۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي، چې د ښځینه لوبډلې غړي ښو ملګرو او بېلابېلو ټولنو پر مرسته او ملاتړ یوه خوندي هېواد ته لیږدول شوي دي.

هغې زیاته کړې، چې د هرات او مزار د دوه لوباړیو د کورنیو په ګډون له ۷۹ څخه ډېر کسان لیږدول شوي دي.

د ښځو فوټبال لوبډله ​​په وروستیو کلونو کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون له خوا جوړه شوژ وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت یوه چارواکي د آسټرالیا سي بي ایس شبکې ته ویلي وه، چې فکر نه کوي میرمنې د کرکټ کولو اجازه ولري؛ ځکه، چې دا “اړینه نده” او د اسلام خلاف ده.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام لوبې نن پیل کیږي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۰)

د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام لوبې نن په لیټوانیا کې پیل کیږي.

دغه ټورنمنټ د لیټوانیا په ویلینس، کاووناس او کلایپیډا په درې لوبغالو کې ترسره کیږي.

مینه وال کولی شي د فوټسال نړیوال جام سیالۍ په آریانا ټلویزیون کې وګوري.

آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپراوي ویاړ ترلاسه کړی دی.

د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه نن شپه ۹:۳۰ له آریانا ټلویزیون خپریږي او د دې لوبو کوربتوب د لیټوانیا او وینزویلا پر غاړه دی.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۲۴ لوبډلې به په دې سیالیو کې برخه واخلي او د دې سیالیو وروستۍ لوبه به د روان کال د اکتوبر پر ۳ په کاووناس لوبغالي کې ترسره شي.

د ارجنټاین دفاعي اتل به راتلونکې سې شنبه په ویلینس لوبغالي کې له امریکا سره مخ شي.

دغه راز برازیل، چې تر دې دمه یې پېنځه ځله د فوټسال نړیوال جام ګټلی؛ راتلونکې دوشنبه به د ویټنام پروړاندې لوبه وکړي.

اسپانیه، چې اروپایي لوبډله ده تر دې دمه یې دوه اتلولۍ ګټلي او هڅه کوي د لوبې اتلولي  بېرته اروپا ته راوګرزوي.

د اسپانیا ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له سویلي امریکا څخه د پاراګویي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

له بلې خوا ، د پرتګال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د ټایلینډ پر وړاندې ترسره کړي او د روسیې فوټسال اتحادیه به خپله لومړۍ لوبه د مصر پروړاندې ترسره کړي.

ایران او ازبکستان، د افغانستان دوه ګاونډ هېوادونه هم سیالي کوي. ایران به د سې شنبې پر ورځ په اف ګروپ کې له سربیا سره مخ شي. په داسې حال کې، چې ازبکستان او ګواتیمالا به په بي ګروپ کې ولوبیږي.

د ۲۰۲۱ فوټسال نړیوال جام په اړه د نورو معلوماتو لپاره دا ځای  کېکاږئ.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغانستان د شل آوریزه کرکټ لوبډلې له لوبدلمشرۍ استعفا وکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان آرمان په شل آوریزه نړیوال جام کې د افغانستان له لوبدلمشرۍ استعفا ورکړه او پر ځای یې محمد نبي وټاکل شو.

د راپورونو له مخې؛ راشد خان د افغانستان کرکټ بورډ د هغې پرېکړې په غبرګون کې له لوبډلمشرۍ هغه مهال استعفا ورکړه، چې د کرکټ ملي لوبډلې شل آوریز نړیوال جام ته د هېواد لوبغاړیو نوملړ اعلان کړ.

راشد خان ویلي: زه د لوبډلمشر او ملت ته د مسؤل په توګه حق لرم، چې د ټاکل شوي ټیم برخه پاتې شم. د ټاکنو کمېټې او د افغانستان کرکټ بورډ زما خوښه او رضایت ندی ترلاسه کړی.

زه پرېکړه کوم، چې سمدستي د افغانستان د شل آوریزې لوبې له لوبډلمشرۍ ګوښه شم. د افغانستان لپاره لوبه کول تل زما لپاره ویاړ و.

له  دې مخکې راشد خان په رسمي ډول د شل آوریز نړیوال جام په سیالیو کې د هېواد لوبډلمشر ټاکل شوی و.

د افغانستان کرکټ بورډ تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شل آوریزه کرکټ نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان شوی او ټاکل شوې، چې دا لوبې به د عمان او متحده عربي اماراتو پر کوربتوب د اکتوبر له ۱۷ څخه د نومبر تر ۱۴ پورې تر سره شي.

د افغانستان ملي لوبډله به د کرکټ نړیوالې شورا د مهم غړي په توګه په دغو لوبو کې برخه واخلي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي