تازه خبرونه
د افغانستان په ختیځ کې ټپي شوي امریکايي سرتېري ساه ورکړې
په افغانستان کې د پریکنده ماموریت ځواکونو په ډاګه کړې، چې د افغانستان په ختیځ کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پرمهال یوه ټپي شوي امریکایي سرتېري ساه ورکړې ده.
امریکايي رسنیو څرګنده کړې، چې د افغانستان په ختيځ کې يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چارشنبې پر ورځ د غه هېواد د ختيځ په داعش ضد عملیاتو کې يو امريکايي پوځي وژل شوی او د افغان سرتېرو په گډون ځينې امريکايي پوځيان ټپيان شوي هم دي.
نيويارک تايمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې پر ضد د عملياتو پر مهال يو امریکايي پوځي وژل شوی او يو شمېر نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په اچین، مومند دره او د مکړانې په اړوند سیمه کې د کډو ځواکونو عملیات منلې او وایي، چې په کې ۴۵ داعشیان وژل شوي، وسلې او مهمات یې ویجاړ شوي دي.
له تېرې اوږدې مودې راهيسې امريکايي ځواکونو د ننگرهار په شینوارو کې د داعش پر ضد د جگړې اعلان کړی دی. د روان کال په اپرېل کې يې پر دغې ډلې د نړۍ تر ټولو ستر بم یا موربم هم ورغورځاوه او د څارګرو الوتکو په بريدونو کې يې هم په نښه کوي؛ خو دغې ډلې اوس هم په بشپړه توگه ماته نه ده خوړلې او د ننگرهار پر يو شمېر ستراټيژيکو سيمو سربېره د هېواد په شمالي برخو کې هم فعاليتونه کوي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د څلور قومندانانو له وژل کیدو خبر ورکړی و.
امریکایي پوځیان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته افغانستان ته راغلي او د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو په وړاندې په ګډو عملیتو کې ځانګړې برخه اغلي.
تازه خبرونه
د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبير د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه ) په سپېدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارسمبالي نورالدين عزيزي سره وکتل.
نورالدین عزيزي ويلي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګريزې اړيکې د دې لامل شوي، چې په هېواد کې دننه بيې په ښه حالت کې پاتې شي او د لارو بندېدا به پر بازار منفي اغېز ونکړي.
عزیزي زیاته کړې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له اغېزې یې خصوصي سکتور هم په سمه توګه فعالیت کوي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د ښې اقتصادي پالیسۍ پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وارداتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. همدارنګه د افغانستان محصولات د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او د بازار موندنې لپاره یې په نورو بازارونو کې هم نندارتونونه جوړ کړي دي.
دغه راز مولوي عبدالکبیر د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانۍ د بیې ثبات د دې لامل شوی، چې د خوراکي توکو بیې په ټیټه بیه کې پاتې شي او خلک مو د اړینو توکو د پیرودلو وس ولري.
مولوي عبدالکبیر له ګاونډ هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د انډول پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د کورنیو تولیداتو د ښه کیفیت او د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې باید نورې هڅې هم وشي.
تازه خبرونه
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
د روسيې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه پوځي روزنیزې هڅې د اپرېل پر پنځلسمه پيل شوي او د اپرېل تر اتلسمې به روانې وي، چې د ترسره کېدو موخه يې له ناقانونه وسلهوالو ډلو سره د مبارزې او د دولتي پولو ساتنه ده.
د روسيې دفاع وزارت زیاته کړې: د دغو پوځي روزنیزو هڅو د پرانستلو مراسم د تاجکستان د ختلان سيمې د خرب – میدون په غرنۍ دښته کې ترسره شول. دا دوه اړخیزې روزنیزې هڅې به د اپریل له پېنځلسمې څخه تر اتلسمې پورې روانې وي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دغو ګډو هحو کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره د وسلهوالو ځواکونو د کارولو تنظیم، په غرنیو شرایطو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د ځواکونو چمتو کول او د روزنې او عملي تجربې موضوع شامله ده. د روسیې پوځي ډله، چې په هڅو کې برخه اخلي په ټولیزه توګه په تاجکستان کې میشت د ۲۰۱ پوځي اډې سرتېري دي، چې د دې هېواد له پولو بهر د روسیې ترټولو لویه پوځي اډه ده.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه د ګواښونو پر زیاتوالي اندېښمن دي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کوي. تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ارمنستان، بیلاروس او روسیه د ډله ییز امنیتي تړون غړي دي.
په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا روسیې او تاجکستان د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره پولې ته څېرمه ګډ تمرینونه وکړل.
په ورته وخت کې اسلامي امارت د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه*کارول شي.
تازه خبرونه
د رسنیو سرغړونې کمیسیون د دوه ټلویزیوني شبکو د تړلو سپارښتنه وکړه
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۸ ) د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمیسیون د نور او بریا ټلویزیونونو ته سپارښتنه کړې، چې خپرونې ودروي او محکمې ته حاضر شي.
ویل کیږي، چې د دغو شبکو پر وړاندې پرېکړه د ژورنالیزم د اصولو نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې ده.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه1 day ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ13 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي