بلخ @ps

د افغانستان په بدخشان کې بهرني اسلامي جنګیالي له افغان ځواکونو سره جنګیږي

Published

on

Last Updated on: وری ۲۸, ۱۳۹۹

په بدخشان کې له افغان ځواکونو سره د طالبانو تر څنګ د تاجکستان د اسلامي ګوند، چیچینا او د چین ایغور وسلوال جنګیږي.

بدخشان د افغانستان د جګړو له ډګرونو یو ډګر دی؛ په دې ولایت کې که څه هم د نشه یي توکو کار و بار او قاچاق روان دی، طبیعي زیرمو او کانونو یې هم خلکو ته د هوساینې پر ځای خطرونه جوړ کړي دي.

د بدخشان والي په دې وروستیو کې څرګنده کړې؛ بهرني جنګیالي، چې زیاتره یې د تاجکستان د اسلامي ګوند ، د ازبکستان او چیچن بنسټ پالي او د چین ایغوریان دي له طالبانو سره د همکارانو په توګه د افغان خواکونو پر ضد جنګیږي.

د بدخشان والي وایي، د دې بهرنیو ترهګرو شمېر ۴۰۰ ته رسیږي، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو اړوند دي او دوی له خپلو کورنیو سره په بدخشان کې ځای پرځای دي.

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا دا هم ویلي، چې دغه جنګیالي د افغانستان په ننګرهار، هلمند او بدخشان کې درې ځواکمن مرکزونه لري.    

ملي دفاع وزارت د دې خبر د تائید تر څنګ زیاته کړې، طالبانو د بدخشان په ځینو سیمو کې دې وسلوالو ته فرصت برابر کړی، چې ناامني جوړه کړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان ویلي؛ طالبانو له امریکا سره په شوې هوکړه کې ژمنه کړې، چې د القاعده په ګډون د نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه به نیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له دې ډلو سره اړیکې ندي پرې کړي، بلکې  ور سره همکاري کوي؛ خو طالبانو په ځلونو دغه څرګندونې رد کړي دي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وایي، طالبان خپلو ژمنو ته پاملرنه نکوي او د بهرنیو جنګیالیو لپاره د نیابتي جګړې زمینه برابروي؛ ځکه دوی پرته له هغو په جګړه کې کمزوري دي.      

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی ذبیح الله عتیق حکومت په دې برخه کې پړ ګڼي او وایي، که څه هم امنیتي بنسټونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د بهرنیو جنګیالیو پر هڅو خبر دي؛ خو چتکې هڅې یې ندی کړي.

دا مهال دا جنګیالي په یمګان، وردوج او راغ ولسوالیو کې حضور لري؛ خو سیمه ییزې سرچینې وایي، تازه دغو جنګیالیو د راغ ولسوالۍ د ځمکې لاندې سرچینو ته لاسرسی موندلی، چې کیدای شي دا ورته یوه عایداتي سرچینه وي.

Trending

Exit mobile version