تازه خبرونه
د افغانستان د سولې له طرحې به ملاتړ روان ساتو- ناتو

طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وایي، د ناتو له چاراکو سره د زلمي خلیلزاد له مشورو وروسته ممکن د سولې خبرې ګړندۍ او د افغانستان د سولې له طرحې به ملاتړ هم روان وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په اړه د ناتو له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر او د تاوتریخوالي د کمښت پر طرحه سلا او مشورې کوي.
د ناتو ملکي استازې د ناتو له سرمنشي سره د خلیلزاد لیدنه مثبته ارزولې او وایي، د زلمي خلیل زاد له هڅو ناتو دوامدار ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی نیکلاس کي وایي، چې خلیلزاد له طالبانو سره سولې ته د رسیدو لپاره خپلې هڅې د تازه راپورونو په چوکات کې له ناتو او متحدانو سره شریکې کړې. ناتو او متحدان یي یو ځل بیا د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دا راز ژمنه کوي، چې په افغانستان کې به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت روان وي.
د طالبانو د ډلې پخواني غړي سید اکبر آغا که څه هم د قطر د سولې خبرې اترې پڅې ګڼي؛ خو هیله من دي، چې د ناتو له سرمنشي سره د خلیلزاد له مشورې او پاکستان او افغانستان ته د نوموړي له سفر وروسته به دا بهیر چټک شي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي په دې باوردی، چې دا خبرې به په پای کې یوې پایلې ته ورسیږي او طالبان به له امریکا سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ویل کیږي، چې ټاکل شوې زلمی خلیلزاد د ناتو له چارواکو سره له مشورو وروسته پاکستان او بیا افغانستان ته راشي او د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د تاوتریخوالي د کمښت د طرحې پر جزئیاتو خبرې وکړي.