تازه خبرونه

د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی بې واکه شو

Published

on

(Last Updated On: )

ولسي جرګې د دوشنبې په غونډه کې نه یوازې د رایو په اکثریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بودجه وځنډوله او د دې وزارت چارسمبالی بې واکه وپېژندل شو، بلکې د تخنیکي زدکړو د ادارې د جوړیدو او د اداري سمونونو له لارې د ملي شورا او قضائیه قوې د کارکوونکیو د ګومارنې په اړه د ولسمشر دوه فرمانونه هم د رایو په اکثریت تصویب شول.

ولسي جرګې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی اجمل احمدي د دوشنبې ورځې( د مرغومي ۲۳) غونډې ته د ځواب ویلو لپاره غوښتی و؛ خو نه ورتګ یې جدي غبرګونونه را وپارول.

ولسي جرګې رییس ویلي، حکومتي چارواکي اړ دي، چې د ملت کور ته ځواب ورکړي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي، وروسته له دې د دې وزارت د چارسمبالي لاسلیکونه په ګومارنو او تړونونو کې جرم ګڼل کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر اشرف غني د حکومت د کار شورا په ناسته کې وویل، چې: په هرو شپږ میاشتو کې زه پخپله پارلمان ته راځم او ځواب ورکوم؛ خو اوس حالت دې ته رسیدلی، چې ان وزیر یې په یو کال کې نشو موندلی. دا وضعیت به ناوړه پایلې ولري او د بې باوریو مسوول به هم پخپله حکومت وي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ولسي جرګې د پرېکړو پر وړاندې به د حکومت یو اړخیز چلند ناوړه پایلې ولري؛ ځکه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په زیاترو مواردو کې قانون ترپښو لاندې کړی دی.

په ولسي جرګه کې د بلخ  استازی عباس ابراهیم زاده ویلي؛ د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی باید درندو جرمونو ته وروپېژندل شي. مونږ څو ځله د سوداګرۍ وزیر راغوښتی؛ خو د جوازونو مرستیال یې مونږ ته رالیږلی او دا بې کفایته وزیر دې ولسمشر له دندې ګوښه کړي.       

په ولسي جرګه کې د پکتیا استازي خالد اسد  څرګنده کړې، چې د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی باید لیرې او حذف شي او په نورو ادارو کې هم باید کار ونکړي. ده د خپلو رییسانو ۱۵ انځورونه ځوړولي وه او سپارښتنه یې هم کړې وه، چې وزارت ته دې نه پریښودل کیږي. دا څه یوه اړخیزه کړنه ده؟!

ولسي جرګې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او بودجې برخلیک رایو ته وړاندې کړ.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي؛ مونږ نوموړی د سوداګرۍ د وزیر په توګه په رسمیت نه پېژنو؛ په تړونونو او ګومارنو کې یې لاسلیک جرم دی او هم یې د وزارت بودجه ځنډیدلې ده او دا مصوبه باید درې ارګانونو او سفارتونو ته ولیږل شي. څوک یې، چې مني شین کارت او مخالف دې سور کارت پورته کړي.          

د ولسي جرګې غړو د رایو په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي پر وړاندې د ولسي جرګې غوښتنه باید عملي شي.

Trending

Exit mobile version