تازه خبرونه
د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی بې واکه شو

ولسي جرګې د دوشنبې په غونډه کې نه یوازې د رایو په اکثریت د صنعت او سوداګرۍ وزارت بودجه وځنډوله او د دې وزارت چارسمبالی بې واکه وپېژندل شو، بلکې د تخنیکي زدکړو د ادارې د جوړیدو او د اداري سمونونو له لارې د ملي شورا او قضائیه قوې د کارکوونکیو د ګومارنې په اړه د ولسمشر دوه فرمانونه هم د رایو په اکثریت تصویب شول.
ولسي جرګې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی اجمل احمدي د دوشنبې ورځې( د مرغومي ۲۳) غونډې ته د ځواب ویلو لپاره غوښتی و؛ خو نه ورتګ یې جدي غبرګونونه را وپارول.
ولسي جرګې رییس ویلي، حکومتي چارواکي اړ دي، چې د ملت کور ته ځواب ورکړي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي، وروسته له دې د دې وزارت د چارسمبالي لاسلیکونه په ګومارنو او تړونونو کې جرم ګڼل کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر اشرف غني د حکومت د کار شورا په ناسته کې وویل، چې: په هرو شپږ میاشتو کې زه پخپله پارلمان ته راځم او ځواب ورکوم؛ خو اوس حالت دې ته رسیدلی، چې ان وزیر یې په یو کال کې نشو موندلی. دا وضعیت به ناوړه پایلې ولري او د بې باوریو مسوول به هم پخپله حکومت وي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د ولسي جرګې د پرېکړو پر وړاندې به د حکومت یو اړخیز چلند ناوړه پایلې ولري؛ ځکه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په زیاترو مواردو کې قانون ترپښو لاندې کړی دی.
په ولسي جرګه کې د بلخ استازی عباس ابراهیم زاده ویلي؛ د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی باید درندو جرمونو ته وروپېژندل شي. مونږ څو ځله د سوداګرۍ وزیر راغوښتی؛ خو د جوازونو مرستیال یې مونږ ته رالیږلی او دا بې کفایته وزیر دې ولسمشر له دندې ګوښه کړي.
په ولسي جرګه کې د پکتیا استازي خالد اسد څرګنده کړې، چې د سوداګرۍ وزارت چارسمبالی باید لیرې او حذف شي او په نورو ادارو کې هم باید کار ونکړي. ده د خپلو رییسانو ۱۵ انځورونه ځوړولي وه او سپارښتنه یې هم کړې وه، چې وزارت ته دې نه پریښودل کیږي. دا څه یوه اړخیزه کړنه ده؟!
ولسي جرګې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او بودجې برخلیک رایو ته وړاندې کړ.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ویلي؛ مونږ نوموړی د سوداګرۍ د وزیر په توګه په رسمیت نه پېژنو؛ په تړونونو او ګومارنو کې یې لاسلیک جرم دی او هم یې د وزارت بودجه ځنډیدلې ده او دا مصوبه باید درې ارګانونو او سفارتونو ته ولیږل شي. څوک یې، چې مني شین کارت او مخالف دې سور کارت پورته کړي.
د ولسي جرګې غړو د رایو په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي پر وړاندې د ولسي جرګې غوښتنه باید عملي شي.

تازه خبرونه
سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.
د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.
دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.
د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.
په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بېوزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.
نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.
تازه خبرونه
په باکو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

په باکو کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو.
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
دا کنفرانس د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د مشر جنرال علي نقي یوف پر وینا پیل او په باکو کې یې د افغانستان په اړه د دې کنفرانس جوړېدا د پخوانیو ناستو تداوم وباله.
د Caliber.Az خبري سرچینې د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ هغه هیله ښودلې، چې دا نړیواله ناسته کولی شي د افغانستان د مرکزي حکومت په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د نړیوالو قوانینو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ عمل وکړي.
هغه د آذربایجان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ دا اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو پر ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو هم ټینګار وکړ او وایي، چې آذربایجان تل په افغانستان کې د داخلي سیاسي ثبات او امنیت د تامین لپاره له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی او هیڅکله یې پدې اړه له هڅو کولو ډډه نده کړې.
جنرال علي نقي یوف له افغانستان څخه د نړیوالو ټولنو پر هراړخیز ملاتړ اړتیا ټینګار کړی، چې د جرمونو په ګډون له نړیوال تروریزم، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه د دې کنفرانس یو له اصلي اهدافو څخه د تخریبي ځواکونو او ترهګرو ډلو له ویجاړونکو هڅو سره د مقابلې لپاره د همغږۍ دریځ رامنځته کول وغوښتل، چې په افغانستان کې بحراني وضعیت وساتي. نوموړي زیاته کړې، چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د دریځ ډاډمنول او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت خورا اړین کار دی.
هغه باور څرګند کړ، چې د سیمې هېوادونه او نور حکومتونه به پر همغږۍ عمل وکړي او په دې برخه کې به ګډې هڅې ترسره کړي.
په دې کنفرانس کې د نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا کنفرانس کولی شي په دې هېواد کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو لپاره اړین فرصتونه برابر او په دې هېواد کې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم ترلاسه کړي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا او د کمونستانو د ماتې کلیزه ونمانځله
که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.

مجاهدينو ۳۳ کاله مخکې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت راوپرځاوه؛ خو د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې، په هېواد کې واک ته د ځينو مشرانو لېولتیا د کورنيو جګړو لامل شوه او اسلامي نظام رامنځته نشو.
که څه هم په دې مراسمو کې د مجاهدینو له لاسته راوړنو ستاینه وشوه؛ خو کورنۍ جګړې وغندل شوې.
د وسلوال پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي؛ د یو شمېر جهادي مشرانو واک او تسلط د دې لامل شو، چې هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکېل او د اسلامي نظام د جوړېدو مخه ونیول شي.
لوې درتسیز وايي، که څوک د افغانستان د بیا اشغال فکر وکړي؛ نو افغان ولس به زر کاله نور هم جګړه وکړي، چې د چا مستعمره نشي.
فصیح الدین فطرت همدا راز زیاته کړې؛ که څوک له هېواده د تښتېدلو کسانو پر کارولو د افغانستان د اشغال په فکر کې وي؛ نو افغان ولس د نورو زر کلونو لپاره د استعمار پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالله نوری ويلي؛ افغانستان به ډېر ژر په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له نورو هېوادونو سره برابر شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي خیرالله خیرخواه د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتي، چې له واکغوښتنې تېر شي؛ ځکه د زیات نفوذ هڅه د خلکو ترمنځ د نفاق لامل کیږي.
ویل کیږي، چې د تېرو څلور لسيزو ناورین، چې له کبله يې ميليونونه خلک کډوال شوي او نن په هېوادونو او په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې له سختو شرايطو سره مخ دي. د وسلوال ځواک لوى درستيز د دغو کډوالو پر باعزته راستنېدو ټينګار کوي او وایي، چې د کډوالو سپکاوى ورته د زغم وړ ندى.
-
سوداگري5 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري3 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
تازه خبرونه1 day ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري2 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه
-
لوبی23 hours ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي