Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس له دندې ګوښه شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د پنجشنبې پر ورځ( د وږي ۱۴) یوې امنیتي ناستې ته څرګنده کړې، چې پر ننګرهار ولایت د بریدونو له کبله د ملي امنیت د عمومي رییس محمد معصوم ستانکزٍي استعفا یې منلې ده.

محمد معصوم ستانکزي  د حامد کرزي په دوره کې د سولې عالي شورا د دارالانشا ریاست هم پر غاړه درلود؛ خو د ملي وحدت په حکومت کې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو، چې ونه توانیده، چې د ولسي جرګې لخوا د تائید رای تر لاسه کړي.

وروسته د غني په حکومت کې  د ۱۳۹۵ کال د غویي پر شپاړسمه د ملي امنیت د چارسمبالي(سرپرست) په توګه وټاکل شو او له ولسي جرګه کې یې د تائید رایې واخیستې، چې تر اوسه یې په دې څوکۍ کې دنده تر سره کوله؛ خو اوس یې ولسمشر غني د استعفا خبره کوي، چې په وینا یې ده هم د ستانکزي دا پرېکړه منلې ده.

ولسمشر یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې  د ننګرهار پېښه یادوي، چې په خبره یې لومړۍ نه ده او دې ته ورته نورې پېښې په خوږیاڼیو او دا راز کونړ او پکتیا کې هم تر سره شوې دي.

ولسمشر زیاته کړې؛ لویې څارنوالۍ ته یې سپارښتنه کړې، چې د ننګرهار پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي، چې د ده په خبره عدالت تامین شي.

ولسمشر په دې امنیتي ناسته کې پر کابل د طالبانو لخوا تر سره شوی موتر بم چاودنه وغندله او څرګندوي، چې دی ولس ته تل د سولې  پیغام رسوي؛ خو په خبره یې طالبان تل د جګړې  له لارې غواړي خپلې موخې وڅاري.

د یادونې ده، چې محمد معصوم ستانکزی د اشرف غني د ولسمشرۍ په لومړیو کې هغه مهال، چې  رحمت الله نبیل له دې څوکۍ استعفا ورکړه؛ د ملي امنیت د لوی رییس په توګه دنده پیل کړه.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!