تازه خبرونه
د افغانانو د خپلمنځي خبرو څلورم پړاو به په راتلونکې میاشت کې پیل شي
د افغان سولې لپاره د ناستو پاستو په لړ کې دا ځل په پام کې ده، چې د سیمې په یوه هېواد کې د افغانانو ځلورم پړاو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، چې حمدالله محب د جرمني له سفیر سره لیدلي او په دغو خبرو کې یې د ګډونوالو پر نوملړ او ځینو مسایلو ور سره خبرې کړې، چې باید په راتلونکې غونډه کې حل شي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې د جرمنی له سفیر سره په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه ځينې ملاحظې لرلې، چې له راتلونکیو څلور یا شپږ اوونیو وروسته به په بله غونډه کې له مخې لیري شي.
د مشرانو جرګې غړي صفی الله هاشمي ویلي، چې هر هېواد او هره ډله د خپلو ګټو له مخې د افغانستان د سولې په بهیر کې هڅې کوي؛ خو( وخت لکه سره زر دی) باید ترې ګټه پورته شي.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري ویلي؛ هیله منه یم، چې ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي خبرو بهیر پیل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چین په کوربتوب د سولې د نړیوالې غونډې په اړه ټينګار کړی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.
پخوانی ولسمشر حامد کزي څرګنده کړې؛ په دې وروستیو کې امریکا د سولې داسې حرکتونه پیل کړي، چې افغانان، ګاونډ هېوادونه او د سیمې قدرتونه یې ملاتړ کوي. مونږ هیله لرو، چې دا نوښت به مثبته پایله ورکړي.
له بلې خوا تمه ده چې په نږدې راتلونکې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شي.
د حرکت انقلاب اسلامي رییس قلم الدین وايي، چې په یوه میاشت کې دننه به د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې هوکړه وشي.
د سولې له ټولو هڅو سره سره تر اوسه وسلوال طالبان اوربند ته ندي حاضر شوي او نه هم له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته قانع شوي دي.