تازه خبرونه
د افغانانو د خپلمنځي خبرو څلورم پړاو به په راتلونکې میاشت کې پیل شي

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو څلورم پړاو به په راتلونکې یوه میاشت کې پیل شي.
د افغان سولې لپاره د ناستو پاستو په لړ کې دا ځل په پام کې ده، چې د سیمې په یوه هېواد کې د افغانانو ځلورم پړاو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، چې حمدالله محب د جرمني له سفیر سره لیدلي او په دغو خبرو کې یې د ګډونوالو پر نوملړ او ځینو مسایلو ور سره خبرې کړې، چې باید په راتلونکې غونډه کې حل شي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې د جرمنی له سفیر سره په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه ځينې ملاحظې لرلې، چې له راتلونکیو څلور یا شپږ اوونیو وروسته به په بله غونډه کې له مخې لیري شي.
د مشرانو جرګې غړي صفی الله هاشمي ویلي، چې هر هېواد او هره ډله د خپلو ګټو له مخې د افغانستان د سولې په بهیر کې هڅې کوي؛ خو( وخت لکه سره زر دی) باید ترې ګټه پورته شي.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري ویلي؛ هیله منه یم، چې ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي خبرو بهیر پیل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چین په کوربتوب د سولې د نړیوالې غونډې په اړه ټينګار کړی، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په سوله کې خپل رول ولوبوي.
پخوانی ولسمشر حامد کزي څرګنده کړې؛ په دې وروستیو کې امریکا د سولې داسې حرکتونه پیل کړي، چې افغانان، ګاونډ هېوادونه او د سیمې قدرتونه یې ملاتړ کوي. مونږ هیله لرو، چې دا نوښت به مثبته پایله ورکړي.
له بلې خوا تمه ده چې په نږدې راتلونکې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شي.
د حرکت انقلاب اسلامي رییس قلم الدین وايي، چې په یوه میاشت کې دننه به د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې هوکړه وشي.
د سولې له ټولو هڅو سره سره تر اوسه وسلوال طالبان اوربند ته ندي حاضر شوي او نه هم له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته قانع شوي دي.

تازه خبرونه
افغانستان د فلسطینیانو له مشروع مبارزې ملاتړ کوي – متقي

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي نن (پنجشنبه) په دوحه کې د حماس د مشرتابه شورا له مشر محمد اسماعیل دروېش او د غورځنګ له نورو مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې “افغانستان د ورور فلسطیني ملت له مشروع مبارزې ملاتړ او د هغوی د بریا لپاره دعا کوي.”
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د حماس غورځنګ د مبارزې او استقامت ستاینه وشوه او د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو نسل وژنه او په غزه کې د ډلهییزې لوږې په بڼه “غیر انساني” چلند وغندل شو.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د کارګرو د حقونو خوندیتابه ته ژمن دی – احمدزی
د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ځوانانو ته په بېلابېلو سکټورونو کې د کار زمینه برابره او بهر ته د ماهرو افغان کارګرو قانوني لېږد ته لار اواره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي په کابل کې د “کارګرو نړیوالې ورځې” د نمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت په ځانګړي توګه دا وزارت په هېواد کې د بې کارۍ د کچې کمولو او د بېلابېلو لارو چارو پر کارولو د کارګرو د حقونو خوندیتابه ته ژمن دی.
د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ځوانانو ته په بېلابېلو سکټورونو کې د کار زمینه برابره او بهر ته د ماهرو افغان کارګرو قانوني لېږد ته لار اواره کړي.
هغه وایي: “کارګر د هرې ټولنې د پرمختګ اصلي عامل دی. د شکایتونو د حل یوه څانګه هم جوړه شوې، چې د کارګرانو ستونزې او ننګونې حل کړي او د دوی شکایتونه پخپل وخت حل کړي.”
تازه خبرونه
په کرنه کې پرمختګ افغانان له بېوسۍ ژغوري – عطاءالله عمري

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري ويلي، چې د کرنې په برخه کې پرمختګ کولی شي په افغانستان کې د بېوسۍ او بېوزلۍ ستونزې له منځه یوسي.
عمري دا څرګندونې نن (پنجشنبه) په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د دوهدېرشم نندارتون برانیست غونډې کړې دي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: ” له کرنې او مالدارۍ پرته زمونږ او ستاسې لپاره بله لار نشته، چې ملت ته به کار او کسب ومومو او هغوی له بېوسې او لوږې وژغورو.”
په دې نندارتون کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کورني تولیدات او کرنیزې محصولات نندارې ته وړاندې شول او د بزګر میله هم ونمانځل شوه.
دغه راز ازبک چارواکو هم په دې نندارتون کې ګډون کړی او وایي، چې هڅه کوي افغان کرنیز محصولات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال عبدالزاخروف جمشید ویلي: “ما د افغانستان ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ او وپوهېدم، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په سکټور کې د همکارۍ لپاره امکانات شتون لري. مونږ هڅه کوو، چې همکاري پراخه او وکولی شو افغان کرنیز محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.”
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې چارواکو هم ویلي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ همکاري مثبتې پایلې لرلی شي او دا ټولنه به د افغانستان له خلکو سره خپلې همکاري روانه وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ټولنې رییس ریچارډ ټرینچارډ ویلي: “افغانستان د کرنې په برخه کې لوړ ظرفیت لري. مونږ په تېرو درې کلونو کې له ډېرو بزګرانو سره کار کړی دی. دا بزګران تر ټولو سخت کارکوونکي خلک دي او مونږ هیله لرو، چې د کرنې په سکټور کې به نور پراختیایي کارونه هم ترسره شي.”
د یادونې ده، چې په دې څلور ورځني نندارتون کې محصولات او لاسي صنایع په ۲۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
نړۍ4 days ago
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه ولګول
-
تازه خبرونه1 day ago
افغانستان ته اوسنۍ مرستې د اړتیاوو په سمندر کې یو څاڅکي دی – فلیچر
-
تازه خبرونه1 day ago
په کرنه کې پرمختګ افغانان له بېوسۍ ژغوري – عطاءالله عمري
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د ډبلیوافپي هوايي مرستې د خنډېدو په حال کې دي