تازه خبرونه
د افغانستان بانک د یوه ایراني بانک جواز لغوه کړ
د بانکدارۍ په نظام کې د بانکدارۍ له مقرراتو سرغړو نه او د افغانستان په اقتصادي وده کې برخه نه اخیستل هغه څه دي، چې په افغانستان کې د آرین نومی ایراني بانک د جواز د لغوه کیدو لامل شوي دي.
د افغانستان بانک مسوولین وايي، له پاکستاني بانک څخه د جواز د لغوه کولو وروسته دا دی د آرین نومی ایراني بانک جواز هم لغوه شو. دغه بانک د افغانستان په اقتصادي برخه کې هیڅ ونډه نه درلوده؛ نو، ځکه د افغانستان بانک بانکي قوانینو ته په کتو پرېکړه وکړه، چې د دغه بانک فعالیت جواز هم وځنډوي.
د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي: آرین بانک د افغانستان بانک په نامه ثبت دی؛ خو سهم لرونکي یې ایرانیان دي. یو څه برخې لامل شوې، چې د افغانستان بانک عالي شورا د دغه بانک جواز لغوه کړي. آرین بانک په افغانستان کې هیڅ پانګوال یا سوداګر ته پور نه ورکاوه او په دې برخه کې یې ناڅیزه ونډه لرله، لدې کبله مرکزي بانک پرېکړه وکړه، چې د دغه بانک جواز فسخه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ مرستیال نظام الدین تاج زاده وايي، آرین بانک د افغانستان په سوداګریزو برخو کې هیڅ رول نه درلود. د افغانستان بانک باید د ټولو هغو بانکونو جوازونه لغوه کړي، چې د هېواد په اقتصادي کې فعال رول نلري.
سوداګرۍ خونې مرستیال نظام الدین تاج زاده وایي: دغه بانک یو سوداګر ته هم سوداګریز، ساختماني او صادراتي پورونه نه ورکول او له خلکو سره یې هیڅ راز راکړه ورکړه نه لرله. یعنې په اقتصاد او سوداګرۍ کې يې هیڅ نقش نه درلود؛ نو هر بنسټ، چې د بانکدارۍ له قوانینو سرغړونه کوي، باید په اړه یې همدا شان پرېکړه وشي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي، ټول کورني او بهرني بانکونه باید د هېواد د بانکدارۍ له قوانینو سره سم د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي او پانګې یې هم خوندي وي او هغه بانکونه، چې د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول نلري؛ باید جوازو نه يي وځنډول شي.
د یادونې ده، چې آرین نومي ایراني بانک په کابل او هرات کې بانکي څانګې پرانستې وې.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ