تازه خبرونه
د ایران په قم ښار کې د کرونا ویروس له کبله ښوونیز مرکزونه وتړل شول
د ایران په قم ولایت کې هغه مهال ښوونیز مرکزونه او ښوونځي وتړل شول، چې د دې ښار دوه اوسیدونکيو د کرونا ویروس له کبله ساه ورکړه.
ایرنا، چې د ایران دولتي آژانس دی؛ د پنجشنبې پر ورځ د کب لومړۍ يې سپارښتنه وکړه، چې ټول ښوونځي پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه دې د کرونا ناروغۍ د پراختیا د مخنیوي له وېرې وتړل شي. پرون د ایران د روغتیا وزارت منلې وه، چې په دوه کسانو له تر سره شوې کتنې ښکاره شوه، چې هغوی پر کرونا ویروس اخته دي؛ خو بیا لږ ځنډ وروسته دې دوه کسانو په روغتون کې ساه ورکړه.
د روغتیا وزارت ویاند ویلي، په دې اړه له ځنډ پرته معلومات خپاره شوي دي.
دوی رسنیو ته ویلي، چې دواړه مړه شوي کسان د ډېر عمر لرونکي وه.
ایراني چارواکو ویلي؛ هېواد یې له دې ویروس سره مبارزې ته چمتووالی لري او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له مخ جنګونې او لاس ورکولو ډډه وکړي.
تر دې دمه له چین څخه بهر څو کسانو خپل خوږ ژوند پر دغه ویروس له اخته کیدو وروسته له لاسه ورکړی دی.
د یادونې ده، چې له دې ویروس سره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ورو ستیو کې لومړی د چین د ووهان ښار اوسیدونکي مخ شول، چې تر دې دمه یې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي او په نوره نړۍ کې ۷۵ زره کسان پرې اخته شوي دي.