تازه خبرونه
د خصوصي سکتور۹ کانتینره کالي هند ته صادریږي- وریماچ
د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي؛ دا به لومړي ځل وي، چې د چابهار بندر له لارې هندوستان ته د خصوصي سکتور د سوداګریزو توکو یوه ټولګه واستول شي.
د هېواد د ترانسپورت وزارت مسوولینو څرګنده کړې، چې هند، افغانستان او ایران خصوصی سکتور ته د چابهار بندر د فعالو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ترانسپورت وزارت مرستیال وايي، چې په لومړي ځل به د چابهار بندر له لارې د خصوصي سکتور نهه کانتینره کالي هندوستان ته صادر شي.
د ترانسپورت وزارت مرستیال امام احمد وریماچ وایي؛ مونږ ټول هغه مسوولیتونه، چې د چابهار بندر په اړه د ترانسپورت وزارت اړوند ول؛ بشپړ کړي او راتلونکي دوه اوونیو کې به د افغانستان د خصوصي سکتور لومړني صادارت له دې لارې پیل شي.
نوموړی زیاتوي، چې خپلو کښتیو ته به هم د چلیدو زمینه برابره کړو.
خصوصي سکتورهم د چابهار بندر له کارولو خورا خوښ برېښې او وایي، چي دغه بندر کولی شي د افغانستان او هند تر منځ سوداګري نوره هم پراخه کړي.
دوی ټینګار کړی؛ لدې لارې به نه یوازې د افغانستان، بلکي د منځنۍ او جنوبي آسیا سوداګریزې اړیکي هم ښې شي.
د افغانستان او آلمان د سودګرۍ شورا رییس جلال الدین سعید وایي؛ د خصوصي سکتو او د افغان حکومت لپاره به دا ستره اقتصادي بریا وي، چې افغانستان د چابهار بندر له لارې صادرات پیل کړي. مونږ لیواله یو، چي دا لړۍ ژر پیل او پراخه شي.
سوداګرۍ خوني غړی اعتبار خان ځدراڼ وایي، چې د خصوصي سکتور صادارت به مو د جنوبي آسیا مارکیتونو ته د ځواکمنې لاسرسۍ په معنا وي؛ هغه هم د چابهار له لارې، چې دا به مو په اقتصادي راکړه ورکړه کې یو ستر اقتصادي تحول پیل کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، چې حکومت باید د چابهار بندر د فعالیت لپاره ډېرې نورې هڅي هم وکړي.
دوی په دې باور دي، چې د چابهار بندر فعالیت نه یوازې د هېواد د صادراتو، بلکې په ترانزیت کې هم مهم رول لوبولی شي.
خبریال: اسلم حجاب